ضیاالله لانګو: د علي حیدر میندلو پوره هڅه کوو
د بلوچستان حکومت وايي ، په ساحلي ښار ګوادر کې د ورک شوي شاوخوا ۱۵ کلن علي حیدر د میندلو لپاره یې پوره هڅې پیل کړې دي.
د بلوچستان حکومت وايي ، په ساحلي ښار ګوادر کې د ورک شوي شاوخوا ۱۵ کلن علي حیدر د میندلو لپاره یې پوره هڅې پیل کړې دي.
د پاکستان په پارلمان کې د شمالي او جنوبي وزیرستان نیول شوي استازي محسن داوړ او علي وزیر د اپوزېشن پر ټینګار سربېره په قومي اسمبلۍ کې د بجټ غونډې ته حاضر نه کړل شو.
د ۲۰۱۳ م کال ژمی و، د ورکو بلوڅانو اواز اوچتولو لپاره یوه شل کسیزه کاروان له کوټې تر کراچۍ په پښو لاریون وکړ.
د سوات په سیدو میډیکل کالج کې کې دا دوهم کال دی چې زده کوونکي یې کلتوري مېله جوړوي. د مشال راډيو خبریال نیاز احمد خان یې ویډیويي رپورټ کښلی.
د مومندو په یکه غونډ کې د درېمې تاڼې پرانسته وشوه چې پکې قانوني رپورټونه او د سیمې د ولس ځینې قانوني دستاویزونه تیارېږي. په دې اړه شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
ګلنواز ولي د استاد شاه ولي شاګرد دی او هم له هغه يې سندره ويل او هارمونيم غږول زده کړي دي.
بلوچستان حکومت د جون پر ۱۹مه د راتلونکې مالي کال بجټ وړاندې کړ چې تر ۴۰۰ اربو روپو زيات دی. په دې اړه د ايوب ترين ویډیو رپورټ وګورئ.
یوه نوې څېړنه ښيي چې د همالیا غره واورین کمرونه د روانې پېړۍ له پیل راهیسې په دوه چنده چټک رفتار ویلي کېږي چې دا د اسیا سلګونه میلیونه اوسېدونکو ته د اوبو رسولو عمل ګواښي.
د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې راپور وايي په نړۍ کې تېر کال شا وخوا اووه کروړه لس لاکه خلک له جنګونو، ځورونو او نور تشدد له وجې بې کوره شوي دي.
امریکا د اوکراین په ختځ کې په هغو څلورو کسانو د فرد جرم لګولو هر کلی کړی چې په مبینه توګه یې په ۲۰۱۴م کال کې د یو مالیزیايي مسافر وړونکي الوتنې د غوځولو په پېښه کې لاس لرلو.
د پاکستان تر ټولو څورب کس له کلونو راهیسې په کور کې بند وو. خو چې ناروغه شو نو له ځای څخه د خوځېدو جوګه نه وو. هغه د مرستې غوښتنه وکړه او کله چې د علاج لپاره له کوره را اېستل کېده نو دومره غټ وو چې د دروازې پر ځای يې د کور دېوال ورته مات کړل شو. د رويټرز اژانس ويډيو عبدالحي کاکړ پښتو کړې ده.
د نړيوالو رسنيو راپورونو ترمخه امريکايي چارواکو د هغه ډرون غورځېدل تایيد کړي چې د هرمز په تنګي کې ايران ويشتلی وو.
قامي اسمبلۍ کې د مخالفو ګوندونو مشر شهباز شریف وینا وه چې دوی ولس دښمنه او پاکستان دښمنه بجټ نه مني
د افغانستان د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي چې پېښه د جون پر ۲۰مه د جلال اباد ښار دوهمې ناحیې اړوند د چپرهار هډې سیمه کې شوې ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости