د ورانکارې ډلې کوربهتوب د اصولو خلاف کړنه ده. افغان حکومت
د افغانستان حکومت د طالبانو له پلاوی سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر کتنې انتقاد وکړ او ویې ویل، دا ډول کتنې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی.
د افغانستان حکومت د طالبانو له پلاوی سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر کتنې انتقاد وکړ او ویې ویل، دا ډول کتنې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته نه شي کولی.
د پاکستان بشري حقونو خپلواک کمېشن د اکتوبر په دوهمه د بلوچستان په اړه په يو رپورټ کې ويلي چې په بلوچستان کې د امنيتي ادارو په لاس د خلکو غېبول بايد ودرېږي.
د خیبر پښتونخوا په پلازمېنه پېښور کې د پولیسو له لوري پر ډاکټرانو د شوي تشدد خلاف په کوټه کې د زیارت/ پنجشنبه ځوان ډاکټرانو احتجاجي لاریون وکړ. دوی له حکومته په پېښه کې د ککړو پولیس والو پرضد د قانوني ګامونو پورته کولو غوښتنه کوله. له کوټې د مشال راډیو خبریال ایوب ترین ویډیو.
هدايت الله د پاکستان راډيو او ټېلېويژن ترڅنګ د پښتو فلمونو لپاره هم سندرې ويلې وې.
له پېښور سره نږدې د شاه عالم کلي اوسیدونکی فرمان وايي، د سايکلونو د ځغل په نړیواله سیالیو کې برخه اخيستل يې ارمان دی. ۲۲ کلن فرمان د خپل کلي د سرک پر غاړه د لوهاري دوکان چلوي او په خپل خرڅ د سايکلو ځغل سیالیو کې برخه اخیستو سره خپل شوق پوره کوي. په دې اړه دا ويډيويي راپور کې وګوري.
پاکستان او افغان طالبانو په يوه خوله د افغانستان سولې بهیر پر بيا پيلېدو ټينګار کړی دی. د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي نن په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي او نورو لوړپوړيو چارواکو سره وليدل. احمد شاه اعظمي يې په اړه ويډيويي راپور لري.
سهار نېږدې اتنیمې بجې وې چې الوتکه د اوروزګان حدوداتو ته ورننوته، له هوا څخه د اروزګان دنګ غرونه، ځینې شاړې دښتې او ځېنو ځایونو کې لږې لږې زرغونې سیمې هم لیدل کېږي.
د عدم تشدد نړیوالې ورځې په مناسبت د اکتوبر پر دوهمه په باچاخان مرکز پېښور کې ولمانځل شوه. په دې غونډه کې د ګډونوالو وینا وو چې د عدم تشدد د مفکورې مقصد د جبر، ظلم، نفرت او ناپوهۍ له منځه وړل دی. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کشمير پر سر د پاکستان او هند حالات تر دې حده تريننګلي دي چې څيړونکي وايي يوې داسې جګړې ته لار برابروي چې په ميليونونو خلکو ژوند ته خطر پېښولی شي. هند د اګست په پنځمه تر خپلې ادارې لاندې کشميره خودمختاره حيثیت واخيست او په بشپړه توګه یې د هېواد سره ورګډ کړ.
د بلوچستان په کوټه کې په نشو روږدو کسانو درملنې مرکز تر دا مهاله لږ تر لږ ۷۰۰۰ کسان رغولې دي. دې مرکز ته د بلوچستان ترڅنګ د پاکستان له نورو صوبو او افغانستانه هم روږدي کسان وروړل کېږي. په دې اړه صمد شبنم ویډیويي رپورټ وګورئ.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د اکتوبر پر دوهمه مشال راډیو ته ویلي دي که زلمی خلیلزاد وغواړي نو دوی ورسره د پاکستان سفر پر مهال لیدو ته تیار دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости