ولسمشر غني: د قانون حاکمیت باید لومړی پر دولتي چارواکو تطبیق شي
په داسې حال کې چې خلک شکایت لري چې په افغانستان کې قانون یوازې په عامو وګړو تطبیقېږي، خو ولسمشر ...
په داسې حال کې چې خلک شکایت لري چې په افغانستان کې قانون یوازې په عامو وګړو تطبیقېږي، خو ولسمشر ...
په ننګرهار کې د سولې او حق غوښتنې خېمه چې پوره یوه میاشت وړاندې د جلال اباد ښار په شيرزي لوبغالي کې درول شوې وه، د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټوله شوه. د ختیځې سیمې ولسوونه وايي، دوی د سولې او حق غوښتنې په تړاو د خلکو نظرونه او وړانديزونه راټول کړي چې نړیوالې ټولنې او د جګړې ښکېلو خواوو ته به یې وسپاري. د دې حرکت یو برخه وال وايي، که چېرې ښکېلو خواوو او نړیوالې ټولنې د ولسوونو غوښتنو او وړاندیزونو ته پام ونه کړ، نو په هغې صورت کې به دوی بیا هم خپلو ولسي حرکتونو ته دوام ورکري. ... Читать дальше...
د افغانستان له سولې او ثبات سره همکاري او که د واشنګټن د باور تر لاسه کولو لپاره د پاکستان د نوې لوبې ...
د خوست دیني عالمان او قومي مشران پر رسنیو او خبریالانو بریدونه ناکام عمل بولي او د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب او هغوی ته د کاري چاپېریال په برابرولو کې همکاري وکړي. دوی چې نن د شنبې په ورځ په خوست، کابل او کندهار کې د وژل شویو خبریالانو د فاتحې په مراسمو کې یې برخه اخیستې وه، زیاتوله چې رسنۍ او خبریالان د ولایتونو او هېوادونو په کچه د ولسونو او بېلابېلو قومونو د وصل وسیله ده. دوی وویل، خبریالان د ټولنې د ټولو افرادو غږ اوچتوي او په خبره یې چې ژورنالیستان هغه خلک... Читать дальше...
د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د بشري حقونو، ښې حکومتوالۍ او کډوالۍ په اړه دوهمه کاري ناسته د شنبې ...
په افغانستان کې د برېښنايي تذکرو د وېش په اړه د ولسي جرګې غړي بېلابېل نظرونه لري...
د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د ناستې د جوړېدو په درشل کې، د افغانستان مشرانو جرګه...
د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو د ناستې د جوړېدو په درشل کې، د افغانستان مشرانو جرګه...
د روسيې د حکومت د سیاسي مخالف الکسي ناوالني پلویان نن شنبه د مسکو په ګډون په مختلفو ښارونو کې ...
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د رسمي او غیر رسمي مالي سیسټم، په ځانګړې توګه د بانکونو له لارې...
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په غزني کې شااوخوا ۸۰۰ بزګرانو ته د حاصلاتو د زیاتوالي په هدف، اصلاح شوي تخمونه او کرنیز توکي ووېشل. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د غزني په مرکز او یو شمېر نورو ولسوالیو کې په ۳۰۰ ښځینه او ۵۰۰ نارینه بزګرانو اصلاح شوي تخمونه ووېشل. نوموړی وايي چې دغه تخمونه د مېوو او سبزیو وو . د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د کال ترپايه د هېواد په کچه، د ۵۰۰ ميلیونو افغانیو په ارزښت، څه باندې ۱۰ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو ووېشي. Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د حمل پر څلورمه ورځ، ۱۳۹۷ کال، د پوهنې د کال په نامه ونوماوه او پر ټولو وزارتونو او دولتي...
د پکتیا د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسؤلین له افغان حکومته غواړي چې له پاکستان سره د ډنډ پټان سوداګریزه لار دې په یوې رسمي ټرانزیټي لار بدله شي. د دغه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیس نصیر عالمیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې هره ورځ له دغې لارې لسګونه موتړ سوداګرېز توکي انتقالوي. دی وایي: "دغه لار باید په یوې ټرانزیټي لار بدله شي، چارواکي وايي چې دغه لار رسمي نه ده، څه موده مخکې ولسمشر هم راغلی و او ویلي یې دي چې د دغې لارې ستونزه باید حل شي. " دا په داسې حال کې ده چې د ډنډ پټان... Читать дальше...
د اروزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې د بېلابېلو پېښو پرمهال، دوه پولیس سرتېري او درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. دوی وایي، د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د پولیسو تر منځ په خپلمنځي نښته کې یو پولیس وژل شوی دی. د چورې امنیه قوماندان میرویس نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې دوو پولیسو په دغه ولسوالۍ کې لومړی لفظي شخړه او وروسته جګړه کړې چې یو تن یې وژل شوی او بل یې د پولیسو له خوا نیول شوی دی. میرویس وایي، نیول شوی پولیس تر څېړونو لاندې دی. Читать дальше...
له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د ترورېزم او مخدره موادو د قاچاق کوونکو ترمنځ اړېکې له نشه يي موادو سره...
د ننګرهار پولیسو په تېره یوه میاشت کې په ۳۳ پېښو کې ۴۷ کسان د نشه يي موادو په تور نیولي دي. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د ننګرهار پولیسو د روان شمسې کال د حمل په میاشت کې ۴۷ کسان د ۷۰۰ کېلو ګرامو تاریاکو، ۳۱۶۶ کېلو ګرامو چرسو او لسګونو کېلو ګرامو کېمیاوي موادو په تور نیولي دي. له نیول شویو کسانو څخه ۱۰ تنو يې نشه مواد په پرچون ډول خرڅول او نورو ۳۷ تنو یې بیا په مرکز او ولسوالیو کې د نشه يي موادو قاچاق کاوه.
د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه نېږدې ۴۰۰ معتادین راټول او د درملنې مرکزونو ته واستول شول. د کابل امنیه قوماندان داود آمین د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل چې پولیسو د نشه يي موادو په برخه کې د همکارو ادارو په ملګرتوب ۳۹۰ تنه معتادین د پل سوخته، کابل شپږمې امنیتې حوزې او سرای شمالي له غونډۍ څخه را ټول او درملنې لپاره د ابن سینا زر بستریز روغتون ته یووړل. د معتادینو را ټولولو پروګرام چې په روان کال کې پیل شوی، په څلورو پړاوونو کې یې نېږدې زر تنه معتادین د کابل ښار له بېلا بېلو سیمو څخه را ټول او درمنلې مرکزونو ته استولي دي. Читать дальше...
په هرات ولایت کې درې کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي. د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "دا درې کسان چې د بادغیس او هرات اوسېدونکي و، غوښتل یې یو کېلو او ۵۳ ګرامه نشه يي مواد د هرات یوولسمې او نهمې ناحیې ته انتقال کړي." په یوه بله پېښه کې د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت نږدې یو کېلو ګرام بېلا بېل نشه يي مواد په یوه کور کې د تلاشۍ پر مهال نیولي دي. ښاغلی ولیزاده وايي چې د کور خاوند تښتېدلی او پولیس یې په لټه کې دي.
۱۹ تنه تر دوه زره کېلو ګرامه زیاتو نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونيول شول. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې په اوو ولایتونو کې ۱۹ تنه قاچاق وړونکي، د ۸۹ کېلو ګرامو هیرويينو،۱۸ کېلو ګرامو تاریاکو،۲۵۱۱ کېلو ګرامو چرسو، ۵۹کېلو ګرامو کېمیاوي موادو، تقريباً يو کېلوګرامو شیشې یا کرسټالو او ۱۳۵ ټابلېټ (K) ګولیو په تور نیولي دي. د دې ۱۹ تنه قاچاق وړونکو څخه درې تنه یې د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند ته د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي دي. Читать дальше...
د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په مرکز او اندړو ولسوالۍ کې د عملیاتو پرمهال ۳۹ وسله وال طالبان او یو افغان سرتېری وژل شوي او ۱۸ وسله وال طالبان او یو افغان سرتېری ټپیان شوي دي. د والي ویاند محمد عارف نوري نن شنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان ګډو ځواکونو دغه هوايي او ځمکني عملیات له هغه وروسته د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف ترسره کړل کله چې وسله والو طالبانو د غزني او پکتیکا د لويې لارې د تړلو هڅه کوله اوپه یاده لاره کې یې جرونه وهل او په خبره یې چې وروسته بیا د یادې لارې په... Читать дальше...
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، حکمت خلیل کرزي د تاجکستان له ولسمشر، امام علي رحمان سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د امنیتي همکاریو د پراختیا غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې چې پرون جمعه خپره شوه، ویل شوي چې حکمت خلیل کرزي له ولسمشر رحمانه غوښتنه کړې چې د اقتصادي، تجارتي او سیاسي اړیکو د پراختیا لپاره او همدا راز دامنیت په برخه کې له افغانستان سره همکاري زیاته کړي. د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال له تروریزم او افراطي ډلو سره د مبارزې په اړه په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره تاجکسان ته تللی دی. Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره تیاري نیسي. د بدخشان کوهستان ولسوالي پرون سهار تر تقریباً، څلوروېشت ساعته شدیدې جګړې وروسته وسله والو طالبانو ونیوله. د دفاع وزارت مرستیال ویاند، محمد رادمنش بېګا ازادي راډیو ته وویل: "موږ تیاري نیولې، د افغانستان دفاعي ځواکونه زموږ د خاورې له بشپړتیا او ملي حاکمیته دفاع کوي او تیاري لري چې دهشت اچوونکي له ټولو سیمو چې خلکو ته ګواښ پېښوي وباسي، خصوصاً، د بدخشان د کوهستان ولسوالي له هغوی پاکه کړي." د چارواکو په وینا، په... Читать дальше...
د بریتانیې حکومت اعلان کړی چې څلورسوه افغانان به چې په وروستیو دیارلس کلونو کې یې په افغانستان کې له مېشتو بریتانوي عسکرو سره ترجمانياو همکاري کړې، په بریتانیې کې د مالیې له ورکولو پرته، ژوند کوي. د بریتانیې د کورنیو چارو نوي وزیر، ساجد جاوید پرون جمعه دا خبر اعلان کړ. د بریتانیې د کورنیو چارو مخکنی وزیر، امبر رود چې په بریتانیه کې مېشتو کاریبیني مهاجرو ته یې د وتلو ګواښ کړی و، له دندې استعفې ته مجبور شو. خو د بریتانیې د کورنیو چارو نوي وزیر چې د دوشنبې په ورځ یې کار پېل کړ، ژمنه کړې چې بریتانیې ته د مهاجرت عادلانه سیسټم به جوړ کړي. Читать дальше...
په ارمنستان کې د اپوزېسیون مشر، نیکول پاشینیان د روسیې، امریکا، ګرجستان او اروپايي اتحادیې له سفیرانو سره وکتل او هغوی ته یې خبر ورکړ چې د خپل هېواد د سیاسي بحران پر حل کار کوي. پاشینیان پر فېسبوک ولیکل چې بهرنیو سفیرانو ته یې د هغې موافقې په اړه معلومات ورکړي چې د ارمنستان د کورني بحران د حل لپاره یې کړې ده. پاشینیان لیکلي چې د روسیې، امریکا، اروپايي اتحاديې او ګرجستان له سفیرانو سره پر هغو مسئلو چې له دوه اړخیزو اړیکو سره تړلې دي، ږغېدلی او ژمنه یې کړې چې په ارمنستان کې د بهرنیو هېوادونو له سفیرانو سره کتنې او خبرې به جاري وساتي. Читать дальше...
د اوکرایني ملت پالو یوې ډلې، یو برازیلی وګړی نیولی چې په ختیځ اوکراین کې یې د روسیې د پلویانو بېلتون غوښتونکو په ملاتړ په جګړه کې برخه اخیستې وه. نیول شوي برازیلي وګړي چې په ډسمبر میاشت کې له زندانه خوشې شوی و، په پټه، د کییف ښار په یوه عبادت ځای «صومعه» کې ژوند کاوه. هغه دري دېرش کلن دی او رافایل لوسوارګي نومېږي. اوکرایني ملت پالو هغه تر نیولو وروسته د اوکراین د امنیت ادارې ته سپارلی دی. دا وګړی په اوکراین کې چارواکو په ترورېزم تورن کړی و خو په زندان کې تر څوارلس میاشتو تېرولو وروسته، خوشې شوی و.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости