عبدالله: ځینې هېوادونه افغانستان ته د کېمیاوي موادو د قاچاق په لار بدل شوي
افغان حکومت له نشهيي موادو سره د مبارزې سیمهییزې ستراتيژۍ دوهمه مسوده د دولتونو او نړیوالو سازمانونو استازو ته وړاندې کړه.
افغان حکومت له نشهيي موادو سره د مبارزې سیمهییزې ستراتيژۍ دوهمه مسوده د دولتونو او نړیوالو سازمانونو استازو ته وړاندې کړه.
د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیول شوي ۳۰ کسان د بېلابېلو امنیتي ادارو لهخوا له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي. له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا دېرش کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو په ۱۹ پېښو کې نیول شوي، له دوی سره ۴۶ کیلو ګرامه هیرویین، ۴۷۶ کیلو ګرامه تریاک، څلور کیلو ګرامه چرس، ۱۲۱۴ټابلېټ (K) ګولۍ او څه اندازه نقدي پیسې هم نیول شوي دي. د یادونې وړ ده چې په نيول شوېو کسانو کې لسو یې غوښتل چې په خپلو خېټو... Читать дальше...
تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو اویا عملیات وکړل. له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، په لسو ولایتونو کې د څو عملياتو په ترڅ کې لسګونه کیلو ګرامه نشهيي مواد او قاچاق کوونکي نیول شوي دي. ښاغلي یادګاري زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې اویا عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې ۷۵۳ کیلو ګرامه نشهيي مواد ونیول او پهدې تور یې ۸۷ کسان هم ونیول."
د ننګرهار ولايت پولیسو تر شپږ سوه کیلو ګرامو ډېر نشه يي مواد ونیول. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر خالد عمر ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې پولیسو یو تن د تلاشۍ پر مهال په داسې حال کې ونيو چې غوښتل یې ۳۳ کیلو ګرامه چرس سرخ رود ولسوالۍ ته د موټر په وسيله قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې یو بل تن چې غوښتل یې ۳۳۵ کیلو ګرامه چرس په یوه لارۍ کې له مومند درې ولسوالۍ څخه د دې ولایت مرکز ته قاچاق کړي، د پولیسو لهخوا ونیول شو. د یادونې وړ ده چې تورن کسان تر لومړنیو څېړنو... Читать дальше...
په هرات ولایت کې دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه شوه. د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد وليزاده رسنیو ته وویل، د نشهيي موادو د کښتونو اړولو په لړ کې د انجیل ولسوالۍ پولیسو دوه جریبه ځمکه د بنګو له کښت څخه پاکه کړه. د یادونې وړ ده چې په هرات ولایت کې د بنګو اړولو لړۍ پیل شوې او تر دې مهاله یې څو جریبه ځمکې د بنګو له کښته پاکې شوي دي.
د شنبې په ورځ په غزني کې د پوهنې ریاست مخ ته یو شمېر زده کوونکي د مظاهرې په شکل راټول شوي وو او غوښتنه یې کوله چې امنیتي سرتېري دې د دوی له ښوونځیو ووځي چې دوی په کې بېرته درسونه پیل کړي. دوی ازادي راډيو ته وویل چې له تېرو څلورو میاشتو یې په ښوونځيو کې امینتي سرتېري مېشت او د دوی په مخ یې ښوونځي تړلي دي. دوی د دغه ولایت د پوهنې له ریاسته غواړي چې د دوی ښوونځي بېرته د دوی په واک کې ورکړي، ترڅو خپلې زدکړې په کې پیل کړي. د دغو زده کوونکو د کورنیو غړو او د سیمې قومي مخورو هم په دغه مظاهره کې برخه... Читать дальше...
د جوزجان چارواکي وایي، د قرقین ولسوالۍ مرکز ته د کومانډو ځواکونو په ور رسېدو سره دغه سیمه د وسله والو مخالفینو له محاصرې را ووته. د جوزجان والي لطف الله عزیزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې د قرقین پر مرکز تهاجمي بریدونه شوي او امنیتي ځواکونه هلته په محاصرې کې وو. ښاغلی عزیزي د وسله والو مخالفینو هڅه د انتخاباتو د بهیر ستونزمن کول وو. نوموړي وویل: "هو محاصره ماته شوې ده، له نېکه مرغه زموږ د ځواکونو د مقاومت له کبله، د دښمن شااوخوا څلوېښتو کسانو ته مرګ ژوبله... Читать дальше...
پاکستان په دغه هېواد کې د ښځو چارو او د پښتنو د حقونو یوه مخکښه فعاله تر نهه ساعته توقیف وروسته خوشې کړه. ګلالۍ اسماعیل د اکتوبر په ۱۲مه له بریتانیا څخه اسلام اباد ته له رسېدو سره سم ونیول شوه. دې اقدام په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالانو غبرګونونه را وپارول او امنسټي انټرنشنل یا د بښني نړیوال سازمان د یوې اعلامیې په خپرولو سره له پاکستانه د مېرمن اسماعیل د خوشې کېدو غوښتنه وکړه. فعالان وایي، د پاکستان فدرال تحقیقاتي ادارې دغه مېرمن خوشې کړه، خو د سفر اسناد یې ترې ګرځولي دي. ګلالۍ اسماعیل... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سوداګرۍ د پراختیا په هدف یوه تدوین کړې پالیسي د شنبې په ورځ ...
د افغانستان د سولې په تړاو د مسکو د ناستې د ترسره کېدو په اړه د روسي چارواکو له څرګندونو وروسته، د افغانستان د سولې ...
د کابل سیند له ځینو سيمو، په تېره بيا پل سوخته څخه د معتادینو شړل کابل ښاريانو ته لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې ولسي جرګې ته د یوه کاندید د کمپاین په غونډه کې چاودنې ۱۲تنه وژلي او ۳۲ نور یې ټپیان کړي دي...
د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سیمې هېوادونو ته د خپلو سفرونو پر نتیجو له ولسمشر محمد اشرف غني سره خبرې وکړې...
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ او يو شمېر مدني ټولنې وايي، د افغان حکومت له خوا په غېرقانوني توګه د لویو ...
د پاکستان حکومت په اسلام اباد کې هغه قاضي چې د پاکستان استخباراتي اداره يې د جولاى مياشتې...
د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ سیالیو په لړ کې ټاکل شوې چې نن شنبه سپين غر بازان او موج های امو لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي. د دغو لوبو په لړ کې تېره ورځ د طوفان هریرود ۳ – ۰ په مقابل کې د میوند اتلانو ټيم ته ماته ورکړه. د دغې لوبې په پای کې روف قادري د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ تېره اوونۍ په کابل کې پیل شوې.
یو شمېر ګوندونه او سیاسي جریانونه وايي، بایو متریک سیستم هومره موثر نه دی چې د درغلیو مخه دې ونیسي او په دې کار سره د انتخاباتو کمیسیون ...
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا وخت د سولې خبرې تر بل هر وخت ډېرې جدي تعقبېږي...
يو راپور وايي، په القاعده پورې يوه تړلې ډله د غير قانوني سکرو د صادراتو لپاره له ايران څخه د ټرانزيت په توګه استفاده کوي...
په لوګر کې ۱۱۸ عصري ممیزخونې جوړېږي. د لوګر د کرنې رئیس محمدالدین مومند وايي، دغه ممیزخونې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام یا NHLP له لورې جوړېږي. دغه ممیزخونې چې د لوګر ولایت په مرکز پل علم او د یاد ولایت په محمداغې، څرخ او برکي برک ولسوالیو کې جوړېږي، د جوړولو ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام او پاتې ۴۰ سلنه لګښت یې بڼوال ورکوي چې هر یوه خونه یې له ۷-۸ مټریک ټنه د انګورو د ساتلو او په ممیزو د بدلولو وړتیا لري. د سرچینې د... Читать дальше...
د افغانستان د متشبثینو د بورډ مشر وايي، د افغانستان په یو شمېر ګمرکونو کې د تعارفې د لوړېدو له امله له تېرو شلو ورځو راهیسې د سوداګرو مالونه ولاړ دي. رحم الدین حاجي اغا نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه چاره سوداګرو ته ميلیاردونه افغانۍ زیان رسوي. نوموړي وویل، دوی له اړوندو چارواکو سره خبرې کړي، خو تراوسه یې ستونزه نه ده هواره شوې. د متشبثینو په وینا، که چېرې دغه ستونزه هواره نه شي، په ښار کې به د بېلابېلو توکو قیمتونه هم لوړ شي چې د خلکو پر اقتصاد مستقیم اغېز لري. خو د افغانستان د مالیې وزارت... Читать дальше...
د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځینې غړي که څه هم د زور واکو پر وړاندې اقدامات له مخالفتونو سره مل ګني، خو په ترسره کېدو یې ټینګار کوي...
د کونړ اسمار ولسوالۍ د ماهیپرتنګيلومړنی ښونځی شپږ ټولګي لري د دغو ټولګیو څخه يې دوه ټولګي د شلېدلو او ریښې...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ګڼو نورو مطالبو تر څنګ د انتخاباتو او د دغه پروسې په وړاندې د پرتو ستونزو په اړه لیکنې چاپ کړي دي...
ښاغلى خليلزاد تېره ميلادي مياشت د افغانستان د پخلاينې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости