Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Ноябрь
2018

Новости за 24.11.2018

په کابل کې پولیسو ۱۳ ټنه چرس سوځولي دي

Pa.azadiradio.com 

په کابل ولایت کې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو څو ټنه چرس سوځولي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې د کورنیو چارو وزارت له‌خوا رسنیو ته لېږل شوې راغلي چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو د ملي پوځ د ۷۷۷ هوايي لېوا په مرسته د کابل د خاک جبار ولسوالۍ د ګرګي میدان په سیمه کې ۱۳ ټنه چرس نیولي دي. دا چرس تر نیول کېدو وروسته سوځول شوي او په دې تور تردې مهاله څوک نه‌دي نیول شوي. د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په لوګر ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې څو ټنه چرس سوځولي وو.

په کندز کې شپږ وسله وال قاچاق کوونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

په کندز ولایت کې شپږ وسله وال قاچاق کوونکي نیول شوي دي. د کندز ولایت د امنیه قوماندانۍ له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مدیر محمد شِفاء شِفاء رسنیو ته وویل، دا شپږ کسان چې غوښتل یې ۳۲ کیلو او ۵۴۵ ګرامه هیروئین او ۵۷ ګرامه شیشه کندز ښار ته قاچاق کړي، په امام صاحب ولسوالۍ کې ونیول شول. له نیول شوېو قاچاق کوونکو سره وسلې او مهمات هم نیول شوي چې تر لومړنیو څېړنو وروسته له نشه يې موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي ادارې ته سپارل شوي دي.

د تخار پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه نشه يي مواد ونیول. د تخار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري ازادي راډیو ته وویل، په لومړۍ پېښه کې شپږ کیلو ګرامه هیروئین هغه مهال ونیول شول چې په یوه بس کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه کابل ته یې قاچاق کړي. په دوهمه پېښه کې نهه نیم کیلو ګرامه تریاک هغه مهال ونیول شول چې په دوو موټر سایکلو کې ځای پر ځای شوي وو او په پام کې وه چې د تخار مرکز تالقانو ته یې قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې د دې دوو پېښو په تړاو درې کسان نیول شوي دي.



کورنیو چارو وزارت تېرکال د نشه يي موادو ۳زره قاچاقچیان نیولي

Pa.azadiradio.com 

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو تېر میلادي کال د درېيو زرو عملیاتو په ترڅ کې د نشه يي موادو د قاچاقو په تور څه د پاسه درې زره کسان نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معین خلیل بختیار په یوه خبرې غونډه کې وویل، دا عملیات د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شوي چې په ترڅ کې یې پنځه تنه لوی قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي. ښاغلي بختیار زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې څه د پاسه ۳۱۵ ټنه نشه يي مواد نیولي دي. دی وايي: "۳۱۵ اعشاریه ۶۶۱ ټنه بېلابېل نشه يي مواد نیول... Читать дальше...

درک اپلیکیشن پیوستون او خوندیتوب

Pa.azadiradio.com 

د درک ردیابۍ (GPS) سافټ ویر شرکت د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د خبریالانو او افغانانو د خوندیتوب لپاره د درک په نوم یو اپلیکیشن جوړ کړی دی. دا چې دغه سېستم څنګه کار کوي او د اړتیا په وخت کې څنګه کولای شو چې ترې ګټه پورته کړو، په دې اړه معلومات په دغه ويډیويي راپور کې ترلاسه کولای شئ: ویډیو: تمیم اخګر وړاندې کوونکی: یوسف ځدراڼ



رویا رحماني په امریکا کې د افغانستان سفیره وټاکل شوه

Pa.azadiradio.com 

رویا رحماني د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان نوې سفیره وټاکل شوه. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري نن شنبه په کابل کې د يوې خبري ناستې پرمهال د مېرمن رویا رحماني دا ګمارنه تأيید کړه. اغلې رحماني له دې وړاندې په اندونیزیا کې د افغانستان سفیره وه. رویا رحماني د کولمبیا او مک ګیل په پوهنتونو کې زده کړې کړي دي.

ارګ: افغانستان له لاسته راوړنو سره د ژنیو په کنفرانس کې برخه اخلي

Pa.azadiradio.com 

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، افغانستان به له ښکاره لاسته راوړنو سره د ژنیو په کنفرانس کې ګډون وکړي. ټاکل شوې چې د ژنیو دوه ورځنی کنفرانس د راتلونکې سې او چهارشنبې په ورځو کې ترسره شي. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې يوې خبري ناسته وویل چې،په دغه کنفرانس کې به افغان چارواکي د هغو ژمنو د عملي کېدو په اړه افغان ولس او نړیوالو ته معلومات ورکړي چې د افغان حکومت لخوا شوي دي. د ښاغلي چخانسوري په خبره،د خصوصي سکتور په برخه کې اصلاحات کې،د عوایدو زیاتوالی، شفافیت،د فساد سره مبارزه او سوداګرۍ ته د... Читать дальше...

د کابل د علماوو شورا رئیس نن په کابل کې ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د کابل د علماوو شورا رئیس مولوي بصیر حقاني نن د کابل ښار د چهل ستون په سیمه کې د نامعلومو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی. د بصیر حقاني ورور نورالحق ازادي راډیو ته د نوموړي وژنه تائید کړه. ده وویل: "د کور خوا کې کله چې هغه له موټره ښکته شو، ويې واژه، د چهل ستون د دهن باغ په سیمه کې." د افغانستان د علماوو شورا او افغان امنیتي چارواکو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم کومې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت په غاړه اخیستی.


Музыкальные новости
Игорь Бутман

Игорь Бутман провёл мастер-класс для юных музыкантов на фестивале культуры ПМЭФ





Rss.plus
#123ru.net

«Солнечная Азбука» в особом семейном центре «Семь-Я»




Экс-глава Минфина Подмосковья Кузнецов, похитивший 11 миллиардов рублей, попросил УДО из колонии Новомосковска

Площадь пожара в автосалоне на севере Москвы увеличилась до 200 "квадратов"

«Екатеринбурггаз» отложил раскопки в саду у «косого дома»

Минспорт России включил в федеральный проект крытый ледовый каток в Абазе




چارواکي: د یوې افغان پوځي الوتکې د نسکورېدو پېښې ۲ تنه وژلي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت یوه پوځي الوتکه نن سهار د ناستې پر مهال له فني ستونزې سره مخ شوه چې دوه تنه پکې ووژل شول او دوه نور ټبیان شول. د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید رسنیو ته په یوه استول شوي پیغام کې ویلي چې دغه پېښه د کندهار ولایت په معروف ولسوالۍ کې شوې ده. د ښاغلي جاوید په خبره، د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې پیل شوي دي. تېره میاشت هم د دفاع وزارت یوه هلیکوپټره د فراه ولایت په انار درې ولسوالۍ کې رانسکوره شوه چې ۲۵ کسان پکې ووژل شول. دفاع وزارت هغه مهال وویل چې یاده... Читать дальше...

د بریتانیا په جنوبي ساحل کې د ایراني کډوالو یوه بېړۍ ژغورل شوې

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا په جنوبي ساحل کې د ایراني کډوالو یوه اته کسیزه ډله چې په یوې وړې بېړۍ کې سپره وه، په اوبو کې له ډوبېدو وژغورل شوه. د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه کسان چې دوور ښار ته نېږدې ژغورل شوي دي، اوس تر څېړنو لاندې دي. تر اوسه معلومه نه ده چې دغه ایراني کډوال له کومې لارې د بریتانیا اوبو ته ننوتي وو. دوه ورځې مخکې څلور نور ایراني ګډوال هم هغه مهال د بريتانیا د بحري ځواکونو له خوا وژغورل شول چې بېړۍ یې په ډوبېدو وه. بریتانیايي رسنیو خبر ورکړی چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې ۹۳ تنه... Читать дальше...

د غزني د ګېلان لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د غزي ولایت چارواکي وايي، د دغه ولایت د ګېلان ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال محب احمد مشهور په شال په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تېره ورځ ناوخته د ائتلافي هوايي ځواکونو بې پیلوټه الوتکو د یادې ولسوالۍ د حضرت شاه بازار ته څېرمه دغه برید کړی او د ولسوال په ګډون یې دوه تنه وژلي دي. نوري زیاتوي: "له ولسوال سره د فذیر په نوم یو سیمه ییز قوماندان وژل شوی چې له خلکو به یې په بېلابېلو پلمو اخذې او پیسې ټولولې." اخوا د وسله... Читать дальше...

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه څرخۍ الوتکه لوېدلې

Pa.azadiradio.com 

د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه څرخۍ الوتکه لوېدلې ده. په سوېل کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند جګړن يحیی علوي پېښه تأيیدوي، خو په دې اړه له جزياتو ورکولو ډډه کوي. بل خوا يوې معتبرې دولتي سرچينې ویلي چې الوتکه د معروف ولسوالۍ په مرکز کې د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې او چاته پکې زیان نه دی اوښتی. تر اوسه طالب وسله والو هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

د جاغوري پر بزګرانو ۴۰ ټنه کېمیاوي سره ووېشل شوه

Pa.azadiradio.com 

د جاغوري پر بزګرانو ۴۰ ټنه کېمیاوي سره ووېشل شوه. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، دغه۴۰ مټریک ټنه یوریا کېمیاوي سره چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ بزګرانو ته ځانګړې شوې وه، د دې ولسوالۍ پر ۴۰۰ بزګرانو ووېشل شوه. نوموړي وویل، دغه کېمیاوي سره په دې ولسوالۍ کې د بزګرانو د حاصلاتو لوړولو او اقتصادي ودې په هدف وېشل شوې د.



Москва

Можно ли прожить без музыки? Дискуссия протагонистов музыкального бизнеса


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: 12 июня в Москве парковки будут бесплатными



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Голые фото и сказочное Бали: Алена Водонаева бросила вызов шпагатам Волочковой




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Легкоатлетка Тангара назвала кринжем участие Бузовой в забеге на Никольской

Зампредседателя Совета министров РСФСР Валерий Сайкин умер на 87-м году жизни

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом хочет приобрести вингера


Анна Калинская

Калинская поддержала Синнера после поражения на "Ролан Гаррос"



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин. Главное за день



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России