Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2021

Новости за 13.05.2021

اختر لمونځ د کرونا وبا سيوري کې

Pa.azadiradio.com 

په ډېرو اسلامي هېوادونو کې مسلمانانو د کرونا د خپريدو د مخنيوي لپاره، د اختر لمونځ له ځانګړو روغتيايي تدابيرو سره ادا کړ. خو په ځينو هېوادونو کې لمونځ کونکو روغتيايي سپارښتنې ډېرې پام کې نه نېولې. د نړۍ یو شمېر هېوادونه د کرونا له درېيمې څپې سره مخ دي او وضعيت په کې ورځ په ورځ خرابيږي. نور دې راپور کې وګورئ

د عبدالرؤف کورنۍ ته د هغه د تښتوونکو تازه ګواښ؛ د دغه ماشوم شکنجه زیاتوو

Pa.azadiradio.com 

د اختطاف شوي عبدالرؤف کورنۍ وايي، انسان تښتوونکو ورته ګواښ کړی چې د دغه ماشوم شکنجه به زیاته کړي. د یاد تښتول شوي ماشوم پلار محمد نبي ازادي راډیو ته وویل چې انسان تښتوونکو د ده کورنۍ ته په تازه استول شوي غږیز پیام کې ګواښ کړی که ۲.۲ ملیونه ډالر ورنه‌کړل شي، د عبدالرؤف شکنجه به زیاته کړي.  محمد نبي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د انسان تښتوونکو څخه په ترلاسه شوي پيغام کې عبدالرؤف خپلې کورنۍ ته د اختر مبارکي ویلې او له پلار څخه‌یې غوښتي چې برمته کوونکو ته د پيسو په ورکړې سره، دی د دوی له منګولو ازاد کړي. Читать дальше...

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه: ایران دې د کردي خبریالانو بندي کول ودروي

Pa.azadiradio.com 

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې (CPJ) پر ایران غږ کړی چې د کردي خبریالانو بندي کول او تاوتریخوالی دې ودروي.   دا هغه څه دي چې د بشري حقونو ډلې یې د کردي اقلیت ځپل ګڼي.   د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې پرون په یوې اعلامیه کې د خبري راپورونو او پېښو ته د نږدې کسانو په حواله ویلي چې ایراني چارواکو د ۲۰۲۰ کال له مې میاشتې راهیسې لږترلږه ۸ تنه کردي خبریالان نیولي دي.   له دې کسانو څخه درې تنه‌یې لا هم د ایراني چارواکو په بند کې دي.   یو مدافع وکیل چې د ډېری بندي خبریالانو استازیتوب کوي، دغې کمېټې ته... Читать дальше...



د ازبکستان ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت ۱۰۰ بندیان وبخښل

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د کوچني اختر په مناسبت ۱۰۰ تنو بندیانو ته د بخښنې فرمان ورکړ.   د ازبکستان دولتي رسنیو ویلي، د ولسمشر میرضیایف د هغه فرمان له مخې چې د مې پر ۱۲مه لاسلیک شو، درې بندیان په بشپړ ډول خوشې شول، ۴۳ تنه په ضمانت خوشې شوي، د ۱۰ محکومینو په سزا کې نرموالی راغلی او د ۴۴ زندانیانو د بند موده راکمه شوې ده. په دغو کسانو کې ۱۲ بهرني اتباع، څلور نارینه چې عمرونه‌یې تر ۶۰ کلونو ډېر دي، ۶ ښځې او ۵۲ تنه داسې کسان شامل دي چې د منع شویو ډلو په فعالیتونو کې په برخه اخیستنې تورن ول.

اختر په کندز او کندهار کې په چاودونو او وژنو پیل شو

Pa.azadiradio.com 

د اختر په لومړۍ ورځ کندز ښار کې د یو ماین چاودنې لږ تر لږه دوه کسان ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل. په همدې ورځ کندهار کې هم دوه چاودونو لږ تر لږه اوه کسان ووژل. دا په داسې حال کې ده چې حکومت او طالبانو د اختر درې ورځو کې اوربند اعلان کړی.

د اسرائیل پوځ د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیل پوځ وایي، ځواکونه‌یې د ځمکني عملیاتو د پیل لپاره چمتووالی نیسي. دا په داسې حال کې ده چې د حماس فلسطیني ډلې ملېشې په غزې تړانګه کې پر اسرائیلو راکټي بریدونو ته دوام ورکوي. د حماس تر واک لاندې غزې تړانګه کې د روغتیا وزارت نن وویل چې پر دې سیمه کې د اسرائیل په دوو ورځنیو بریدونو کې تر ۷۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي دي. روغتیایي چارواکو په اسرائیل کې هم د ۷ تنو وژل کېدل تأیید کړل. د اسرائیل هوایي حملې وروسته له هغه پیل شوې چې حماس ډلې د بیت‌المقدس په ګډون د اسرائیل پر څو سیمو توغندي وویشتل.

واشنګټن: افغانستان کې ترورېستي ډلو پر مذهبي اقلیتونو حملو ته دوام ورکړی

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راپور وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې پر سېکانو، هندوانو او نورو مذهبي اقلیتونو حملو دوام کړی او هغوی په دوامداره توګه له ترهې سره مخامخ وو. د دغه کلني راپور له مخې چې نن خپور شوی، هندوانو تر سېکانو لږ توپیري چلند لیدلی ځکه هغوی د سېکانو غوندې ځانګړې پګړۍ نه پر سر کوي او په اسانۍ نه‌پېژندل کېږي. د مذهبي اقلیتي مشرانو له قوله ویل شوي چې په افغانستان کې د سېکانو او هندوانو د شمېر له کمېدو سره د دوی عبادت ځایونه هم کم شوي دي.... Читать дальше...

اورست غره کې دوه غر ختونکي مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

دوه غر ختونکي په اورست غره کې مړه شوي دي. په نیپال کې د غر ختنې چارو تنظیموونکو نن وویل چې دا پېښه د چهارشنبې په ورځ شوې ده. دوی د فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې ۵۵ کلن امریکایي او ۴۰ کلن سویسي غر ختونکي د ستړیا له کبله مړه شوي دي. هر کال په منځني ډول پنځه غر ختونکي په اورست غره کې چې د نړۍ تر ټولو لوړه څوکه ده، مړه کېږي.



د نړۍ مسلمانان د دوهم کال لپاره اختر د کرونا ویروس پر مهال لمانځي

Pa.azadiradio.com 

د نړۍ مسلمانانو د دوهم کال لپاره کوچنی اختر په داسې حال کې لمانځي چې د 'کووېډ-۱۹' ناروغي په ټولې نړۍ کې خوره ده. کوچنی اختر په ډېری مسلمانو هېوادونو کې نن پیل او درې ورځې به دوام ولري، خو د افغانستان په ګډون ډېری هېوادونه د کرونا ویروس د خطر د کمېدو په هدف د رامنځته شویو محدودیتونو سره لمانځي.   دا اندېښنې هم شته چې خلک به ښایي روغتیایي سپارښتنې سمې رعایت نه‌کړي. په اندونیزیا کې چې د نړۍ یو له ګڼ مېشتو اسلامي هېوادونو څخه دی، حکومت خلک خپلو اصلي ټاټوبو ته له ورتلو منع کړي دي. دا اقدام کولای... Читать дальше...

قزاقستان کې بهرنیو اتباعو ته د کرنیزو ځمکو د پلور او کرایې ورکولو مخنیوی

Pa.azadiradio.com 

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکایف یوه حساسه لایحه لاسلیک کړه او په قانون‌یې واړوله چې له ډېرې مودې راهیسې بحث ورباندې کېده. دغه قانون په قزاقستان کې بهرنیو اتباعو ته د کرنیزو ځمکو د پلور او کرایې ورکولو مخه نیسي.   قزاقستان په منځنۍ اسیا کې د تېلو له اړخه بډای هېواد دی.   توکایف په فبرورۍ میاشت کې د پنځه کلن قانوني مهلت په نامه یوه لایحه بهرني اتباعو ته وړاندې کړې وه.   هغه وروسته له دې دا اقدام وکړ چې زرګونه کسانو په قزاقستان کې په بې‌ساري لاریونونو سره د کرنې په برخه کې د بهرنۍ پانګونې... Читать дальше...

د برېښنا د ویجاړې شوې ستنې د بیارغونې پر مهال چاودنه؛ یو کارکوونکی ټپي شوی

Pa.azadiradio.com 

د برښنا شرکت یو تخنیکي کارکوونکی د کابل په کلکان ولسوالۍ کې د یوې ویجاړې شوې ستنې د بیا رغېدو پر مهال په ماین کې ټپي شوی دی. د ازبکستان د وارداتي برېښنا دا ستن تېر ماښام د نامعلومو وسله‌والو له‌خوا په بم الوزول شوې وه. د برښنا شرکت ویاند سنګر نیازي نن ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار چې زموږ همکارانو کار پیل کړ، له بده مرغه د دې ستنې ترڅنګ د یوه خښ شوي ماین په چاودنه کې یو کارکوونکی ټپي شوی دی." ښاغلي نیازي زیاته کړه چې هڅه کوي د نن ورځې تر پایه دا ستن ترمیم شي. تر دې دمخه ورځو کې په همدې کلکان... Читать дальше...

افغانستان کې اختر او اوربند په چاودنو او د ۹ تنو په وژل کېدو پيل شو

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د اختر او د درې ورځني اوربند پیل بې مرګ‌ژوبلې نه‌و، په کندهار ولایت کې د ماین په دوو چاودنو کې اووه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي ازادي راډیو ته وویل: "نن سهار ۹:۳۰ دقیقې د پنجوايي ولسوالۍ په صالحان سیمه کې پر یو ټکسي موټر د ماین چاودنې له امله دوه ماشومان مړه او دوه ماشومان او یو تن بل ټپیان شول." بل لور ته نن سهار په ۱۰:۱۵ دقیقې د میوند په بازار کې یو بل ماین وچاودېد چې له امله‌یې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه مړه شول. Читать дальше...

پنټاګون: که چېرې افغانستان کې پر سولې هوکړه ونه‌شي، د افغان دولت ترڅنګ درېږو

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو نېټه اعلان کړه، دا څویم ځل دی چې امریکايي چارواکي د افغانستان د مسئلې په اړه څرګندونې کوي. تازه د اقیانوس او هند په څانګه کې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاکون) سرپرست مرستیال ډېوېډ هلوي د چهارشنبې په ورځ د امریکا سنا مجلس د پوځي خدمتونو د کمېټې په ناسته کې له افغانستانه په ځانګړې توګه له افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ خبر ورکړ. ښاغلي هلوي د دغې کمېټې د غړو د پوښتنو په ځواب کې وویل، که چېرې په افغانستان کې پر سولې هوکړه ونه‌شي، نو امریکا به د افغان دولت ترڅنګ ودرېږي. Читать дальше...

شمال زون کې 'ناامنۍ او د طالبانو حضور' د بشر حقونو ملاتړو بنسټونو فعالیت محدود کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې ناامنۍ په شمال زون کې د یاد بنسټ فعالیت له ننګونو سره مخ کړی. د افغانستان په شمال کې د دغه کمېسیون د سیمه‌ییز دفتر مشر سید محمد سامع د زیاتېدونکې ناامنۍ په اړه اندېښمن دی. دی وايي چې د ګواښونو او طالبانو له لوري د حملو د زیاتوالي په علت دا کمېسیون نه‌دی توانېدلی چې په سرپل او جوزجان ولایتونو کې په بشپړ ډول او د بلخ او سمنګان په ځینو سیمو کې د بشر حقونو د ملاتړ په برخه کې خپل فعالیت ته دوام ورکړي. ښاغلي سامع زیاته کړه: "شته ګواښونه اساسي علت دی... Читать дальше...

د اشرف غني اختریزه وینا: له روان بحرانه د وتلو یوازنۍ لاره ټاکنې دي، نه د جګړې دوام

Pa.azadiradio.com 

سولې ته د رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصته ګټه اخیستنه، انتخابات، سیاسي حل‌لاره، د جګړې او ویجاړیو پای ته رسېدل او د ملت د غوښتنې منل، د کوچني اختر له لمانځه وروسته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وینا مهم ټکي وو. ښاغلي غني پنجشنبه «۱۴۰۰ کال د غويي ۲۳» د اختر په لومړۍ ورځ، افغان ولس ته د اختر د مبارکۍ ترڅنګ وویل چې له بده مرغه لا هم په هېواد کې وینه تويېدنه روانه ده. نوموړي د کابل په دشت برچي کې په سیدالشهدا ښوونځي او د لوګر په مرکز پل علم کې موټر بم چاودنې، په کونړ کې د قران‌الکریم پر حافظانو... Читать дальше...

له طالبانو د اشرف غني غوښتنه: اوربند وغځوئ، ټول افغانان سولې ته تږي دي

Pa.azadiradio.com 

افغان ولسمشر اشرف غني د کمکي اختر په مناسبت پیغام کې پر طالبانو غږ وکړ چې اوربند دې وغځوي.  ولسمشر غني وویل، جګړه پوځي حل‌لاره نه‌لري او بالاخره باید پای ته ورسول شي. نوموړي ټینګار وکړ چې ټول افغانان سولې ته تږي دي او ټول اړخونه باید د سولې لپاره هڅې وکړي.  طالبانو چې د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی ویلي چې هغه به ونه‌غځوي. دا خبره تېره شپه د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وکړه. ښاغلی غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې ټولګټو تأسیساتو ته له زیان رسولو دې لاس واخلي.... Читать дальше...

د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ کړکېچ؛ حماس د اسرائیل په لور سلګونه توغندي وویشتل

Pa.azadiradio.com 

حماس نن سهار وختي په سلګونه توغندي د تل‌ابیب په شمول د اسرائیل د نورو سیمو په لور وویشتل  او اسرائیل خبرداری ورکړی چې پر غزې به هوایي بریدونو ته ادامه ورکړي.   په دې ترڅ کې نړیوالو غوښتي چې په دې سیمه کې چې له څو کلونو راهیسې تر ټولو خونړۍ جګړه پيل شوې ده وضعیت ښه کړي.  له دوشنبې راهیسې چې دا جګړه پيل شوې ده، د سپینې ماڼۍ په وینا د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په خپله لومړۍ ټیلیفوني مکالمه کې د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د خبرو پر مهال د اسرائیل د توغندیو د برید ننګه وکړه... Читать дальше...

حماس ډلې نن پر اسرائیل سلګونه توغندي وویشتل

Pa.azadiradio.com 

حماس ډلې نن سهار پر تل‌ابیب او د اسرائیل پر نورو برخو په سلګونه توغندي وایشتل او اسرائیل ژمنه وکړه چې پر غزې به هوایي بریدونو ته دوام ورکړي. په عین حال کې نړیوالو په سیمه کې د رامنځته شوي کړکېچ چې په وروستیو څو کلونو کې یې ساری نه‌دی لیدل شوی، د کمېدو غوښتنه کړې ده.  د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې د اسرائیل د امنیت او له ځان څخه د دفاع د حق کلک ملاتړ کړی او له غزې یې توغندویي بریدونه غندلي دي. د سپینې ماڼۍ په وینا بایډن ویلي چې دی هیله‌من... Читать дальше...

امریکا، چین د اویغور مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو په ډلوژنې تورن کړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چین د اویغور مسلمانانو او نورو مذهبي لږکیو په جینوسایډ یا ډلوژنې تورن کړ. دې وزارت په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه په کلني راپور کې چې پرون چهارشنبه‌یې خپور کړی، دغه‌راز ایران او روسیه په نړۍ کې له مذهبي ازادیو ستر سرغړوونکي بللي دي.  د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په نړۍ کې د مذهبي ازادیو په اړه د دغه کلني راپور څخه په استفادې غواړي د هغو هېوادونو نومونه په ډاګه کړي او هغوی وشرموي چې نوموړی یې له مذهبي ازادیو ستر تېري کوونکي بولي.  ښاغلی بلېنکن په نړۍ کې مذهبي ازادۍ نړیوال بشري حق بولي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Сергей Брановицкий

Пиар Менеджер для Артистов, Музыкантов, Композиторов, Актеров, Поэтов, Писателей, Моделей, Дизайнеров, людей любых творческих профессий и брендов!





Rss.plus
Ольга Бузова

Легкоатлетка Тангара назвала кринжем участие Бузовой в забеге на Никольской




Посол Палестины в РФ рассказал о процессе примирения с ХАМАС

Алексей Касаткин будет исполнять обязанности министра природы Забайкальского края

В МИД РФ прокомментировали возможность восстановления дипотношений с Грузией

Курс евро в начале торгов опустился ниже 95 рублей впервые с 16 января




د اسرائیل او فلسطین ترمنځ تاوتریخوالی؛ لږ تر لږه ۵۶ تنه په غزه کې وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د مې له ۱۰مې نېټې راهیسي چې د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی، لږ تر لږه ۵۶ کسان په غزه کې وژل شوي دي. روغتیایي چارواکي وایي په دې کې ۱۴ هغه فلسطیني ماشومان شامل دي چې په دې اخ‌وډب کې راګیر شوي وو. ۶ کسان هم په اسرائیل کې وژل شوي دي. اسرائیل تازه ویلي چې د حماس ډلې ۱۶ غړي یې پرون په غزې تړانګه کې وژلي دي. د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویلي چې په وژل شویو کې د غزې ښار لپاره د حماس یو قوماندان او د دې ډلې نور لوړپوړي غړي هم شامل وو. ښاغلی نتانیاهو وايي: ​"دا یې یوازې پیل... Читать дальше...

د افغانستان او ایران ولسمشرانو پر افغان سولې او وروستیو پېښو خبرې وکړې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایران ولسمشرانو د افغانستان د سولې او په دې هېواد کې د وروستیو ترورېستي پېښو په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې. د ارګ په یوې اعلامیه کې چې بېګاه خپره شوه راغلي چې د ایران ولسمشر د خپل حکومت او خلکو په استازیتوب د وروستیو ترهګریزو پېښو په اړه خپله غمرازي او خواخوږي وښوده. د ارګ اعلامیه زیاتوي چې محمد اشرف غني او حسن روحاني په افغانستان کې د سولې پر هڅو، سیمه‌ییزې همکارۍ او د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو د پراختیا په اړه بحث وکړ. افغانستان څو وروستیو ورځو کې د خونړیو پېښو شاهد و.... Читать дальше...

د کوچني اختر لومړۍ ورځ؛ افغان ولسمشر له لمانځه وروسته ملت ته وینا کوي

Pa.azadiradio.com 

نن د ۱۴۰۰ لمریز کال د ثور ۲۳مه د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.   تمه ده د افغانستان ولسمشر د اختر تر لمانځه وروسته په دې اړه ملت ته وینا وکړي.   افغانستان د نورې اسلامي نړۍ ترڅنګ دا ورځ داسې مهال لمانځي چې په دې هېواد کې ډېری خلک د جګړو او ناامنیو له کبله له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره مخامخ دي.  خو  خلک په دې وروستیو کې د طالبانو له‌خوا د اختر په ورځو کې د موقتي اوربند اعلان په نېک فال نیسي.   د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا اوربند به د اختر تر درېیمې ورځې وي. Читать дальше...

ګارډین: افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د وژل کېدو احتمال تر امریکايي زیات وو

Pa.azadiradio.com 

ګارډین بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده، "په افغانستان کې د بریتانوي ځواکونو د وژل کېدو احتمال تر امریکايي ځواکونو دوه چنده زیات وو".   په دې مقاله کې د امریکا د براون پوهنتون د چهارشنبې د ورځې (د مې د ۱۲) د (جګړې د سرچینې) په نوم د پروژې له لارې معلومات خپاره شوي دي.   مقاله لیکي، د افغانستان د شااوخوا ۲۰ کلنې جګړې پر مهال، په دې هېواد کې د بریتانوي او کاناډايي سرتېرو د وژل کېدو احتمال تر امریکايي سرتېرو دوه چنده زیات وو.   د ګارډین په لیکنه، د نړیوالو ځواکونو... Читать дальше...

وسله‌والو طالبانو '۴۱ افغان امنیتي سرتېري' له خپلو زندانونو خوشې کړل

Pa.azadiradio.com 

وسله‌والو طالبانو پرون ۴۱ افغان امنیتي سرتېري له خپلو زندانونو خوشې کړي.   د دغې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون پر ټویټرپاڼه ولیکل چې دغه سرتېري د روژې په مناسبت خوشې شوي دي.   د مجاهد په خبره دغه سرتېري په بادغیس، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د دوی له زندانونو خوشې شوي او زیاتوي چې ټول خوشې شوي کسان خپلو کورونو ته واستول شول.   افغان چارواکو تر اوسه د دې بندیانو د خوشې کېدو په اړه د رد یا تأیید ځواب نه‌دی ویلی.   مجاهد زیاتوي چې په ټوله روژې میاشت کې ۲۵۸ تنه افغان ځواکونه د دوی له زندانونو څخه په بېلابېلو پړاوونو کې خوشې شوي دي.

لاوروف ته د بلېنکن خبرداری: د بایډن اداره به د مسکو تجاوز بې‌غبرګونه پرېنږدي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته ویلي چې د ولسمشر جو بایډن اداره به پر متحده ایالاتو او یا بل هر ځای د مسکو تجاوز بې‌غبرګونه پرېنږدي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرایس وویل چې بلېنکن او لاوروف پرون چهارشنبه پر ټیلیفون خبرې وکړې او زیاته‌یې کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر بایډن هغه پرېکړه بیا تکرار کړه چې وایي امریکایي وګړي به خوندي کوي او د روسیې د هر هغه اقدام په وړاندې چې امریکا او یا یې متحدین زیانمن کړي، د خپلو ګټو دفاع کوي. دا... Читать дальше...



Москва

Можно ли прожить без музыки? Дискуссия протагонистов музыкального бизнеса


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

На организацию зоны активности для гостей на концерте артиста Басты выделят 1,7 млн рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Зампредседателя Совета министров РСФСР Валерий Сайкин умер на 87-м году жизни

Легкоатлетка Тангара назвала кринжем участие Бузовой в забеге на Никольской

"Евро-Футбол.Ру": "Спартак" летом хочет приобрести вингера


Ролан Гаррос

Семнадцатилетняя Андреева впервые сыграет в полуфинале турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Александр Головин

Transfermarkt: Головин стал самым дорогостоящим российским футболистом



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России