Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Октябрь
2021

Новости за 19.10.2021

د زلمي خلیلزاد په استعفا باندې د ځینو نړیوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په استعفا باندې ځینو ورځپاڼو تبصرې لیکلې دي. واشنګټن ټایمز له هغې ډلې واشنګټن ټایمز په خپله وروستۍ ګڼه کې لیکلي افغاني‌الاصله امریکایی ډیپلومات زلمی خلیلزاد سې شنبه داسې وخت له خپلې دندې لاس په سر شو چې په افغانستان کې د امریکا له ملاتړ برخه‌من حکومت د سقوط او د امریکا له راوتلو څو اوونۍ تېرېږي. ورځپاڼې لیکلي، خلیلزاد له طالبانو سره د امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د تړون یو مهم مشر مرکچي و چې بالاخره‌یې... Читать дальше...

له طالبانو د ایران ولسمشر غوښتنه: د داعش په وړاندې جدي ګامونه پورته کړئ

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د طالبانو له حکومت غوښتي چې د داعش/اسلامي دولت ډلې په وړاندې جدي ګامونه پورته کړي. رئیسي پرون په یوه مرکه کې چې د ایران دولتي ټلوېزیون خپره کړې د داعش له‌خوا په افغانستان کې وروستیو خونړیو بریدونو ته په اشاره ویلي: "د افغانستان له حاکمانو غواړم د هغو جنایتونو په وړاندې چې داعش په افغانستان کې ترسره کوي او مسلمانان وژني ودرېږي او پوه شي چې که نن د داعش په وړاندې جدي ګام پورته نه‌شي او داعش په سیمه کې له‌منځه لاړ نه‌شي، د ګڼو هېوادونو لپاره به سرخوږی جوړ کړي. جنایتونه... Читать дальше...

طالبان: د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره مو ښې خبرې کړې وې

Pa.azadiradio.com 

طالبانو ویلي چې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره دوی ښې خبرې کړې وې. دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د استعفا په غبرګون په خپل ټویټر کړې ده.  بلخي ویلي طالبان د خلیلزاد له ځای‌ناستي توماس وست سره د کار لپاره خوشبینه دي.  توماس ویست د خلیلزاد مرستیال وو او د هغه په اکثرو بحثونو او لیدنو کې یې حضور درلود.   د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون اعلان وکړ چې زلمي... Читать дальше...



په کندهار کې د شیعه افغانانو پر جومات د حملې تصویرونه

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې د شیعه ګانو پر جومات د داعش جګړه مارانو حمله په امنیتي کمرو کې ثبت شوې ده. دا تصویرونه په کندهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ازادي راډيو ته ورکړي دي. پر امام بارګاه د جمعې ورځې په حمله کې لږ تر لږه ۴۷ کسان ووژل شول. د دې حملې مسئولیت داعش ډلې واخیست. دا په افغانستان کې په یوه اوونۍ کې پر شیعه ګانو د داعش ډلې دوهمه هدفي حمله ده چې د دغه مذهبي اقلیت د امنیت په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي.

افغانستان کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې د خپرېدو د احتمال په اړه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې وروستیو تحولاتو کرونا ویروس له خلکو هېر کړی، په داسې حال کې چې تر اوسه د 'کووېډ-۱۹' د ناروغانو د درملنې مرکزونه په دې ویرویس له اخته ناروغانو ډک دي. د افغان جاپان دولتي روغتون کوم چې په کرونا ویرویس اخته ناروغانو درملنه په‌کې کېږي، سرطبیب طارق احمد اکبري ازادي راډيو ته وویل، همدا اوس په دغه ویروس اخته ۶۱ ناروغان په دې مرکز کې بستر دي، خو دوی د بودجې د کمښت له وجې درمل، د اکسیجن ډبې او خواړه خپلو ناروغانو ته نه‌شي رسولی. ښاغلی اکبري همدا ډول په هېواد کې د کرونا ویروس د څلورمې څپې خپرېدو د احتمال په اړه هم اندېښنه ښيي. Читать дальше...

سراج‌الدین حقاني د 'استشهادیانو' کورنیو ته د ځمکو د ورکولو ژمنه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت ژمنه کړې چې د انتحاري بریدګرو چې دوی یې استشهادیان بولي هرې کورنۍ ته یوه نمره ځمکه ورکوي. دا ژمنه پرون د یادو کسانو د کورنیو له غړو سره د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني په یوه غونډه کې کړې ده. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي نن په خپل ټویټر په کانټیننټال هوټل کې د دې لیدنې عکسونه او جزئیات خپاره کړي.  خوستي ویلي ښاغلي حقاني په دغو کسانو لس لس زره افغانۍ او جامې ووېشلې او د یوې نمرې ځمکې د ورکولو ژمنه‌یې وکړه.  طالبان په تېره بیا حقاني شبکه... Читать дальше...

بې کاري؛ ملګري ملتونه: ۱۸ میلیونه افغانان لومړنیو خوراکي توکو ته لاسرسی نه لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ژمي په را رسېدو سره یو شمېر افغانان وايي، د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله نه شي کولی ورته ترتیبات ونیسي. د ختېځ نورستان اوسېدونکی سید ولي چې د دې ولایت په مرکز پارون کې سماوار لري وايي، کاروبار يې په ټپه درېدلی او دا چې سخت ژمی په مخ کې لري، د خپلې کورنۍ راتلونکي ته اندېښمن دی. دی وايي، نه د ژمي لپاره د سونګ توکو د پیرلو توان لري او نه هم په کور کې د ګېډې د مړولو لپاره خوراکي توکي او په وینا یې ښايي لویان د یخنۍ او ولږې پر وړاندې زغم ولري، خو ویریږي چې ژمې ترې کوچني ماشومان وانه خلي. Читать дальше...

اروپایي ټولنه: د مرستې لپاره افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه بحث کړی دی.  د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزېپ بورېل ویلي چې دا ټولنه له افغانانو سره د مرستې لپاره په افغانستان کې خپل حضور ته دوام ورکوي: "موږ لږترلږه په کابل کې یو چې له افغانانو سره مرسته وکړو او د هغو کسانو لپاره د خوندي تګ زمینه برابر کړو چې له خطر سره مخ دي. هلته زموږ دا موجودیت د طالبانو د حکومت د پیژندلو معنی نه لري."  ښاغلي بورېل دا هم وویل چې په لوګزامبورک کې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو... Читать дальше...



نن سې شنبه د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد له نیټې سره برابره ده

Pa.azadiradio.com 

نن سې شنبه د۱۴۴۳ د ربیع الاول ۱۲ مه د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد له نیټې سره برابره ده.  حضرت محمد (ص) څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې په داسې وخت کې وزیږېد چې نړۍ د جهل اوج ته رسیدلې وو او خلک په خورا زیات بدعت او ناسمو کارونو بوخت وو.  حضرت محمد صلي الله علیه وسلم چې د وړکوالی نه په نیکو او ښو اوصافو مشهور و؛ په څلویښت کلنۍ کې په پیغمبرۍ مبعوث شو او د عمر تر پایه یې خلک د خدای عبادت؛ نیکو اخلاقو او هغو کارونو ته رابلل چې د دوی د خوشبختۍ سبب کیږي.  حضرت محمد (ص) ۶۳ کاله عمر وکړ... Читать дальше...

خلیلزاد استعفا کړې؛ افغانستان کې یې پر کاري ماموریت بېلابېل غبرګونونه

Pa.azadiradio.com 

‎افغاني‌الاصله امریکايی زلمی خلیل‌زاد د امریکا او افغانستان په سیاست کې نږدې ۴۰ کلنه مخینه لري. ‎په ۸۰یمه لسیزه کې هغه مهال چې روسیې پر افغانستان یرغل وکړ، دې جګړې کې د امریکا ښکېلتیا او له مجاهدینو سره د متحده‌ ایالاتو د اړیکو په پیاوړي کېدو کې د زلمي خلیل‌‌زاد رول جوت و. ‎له بُن کنفرانس بیا تر نننه هغه په یوه ډول نه یو ډول د افغانستان او امریکا په اړیکو او سیاست کې ښکېل پاتې شوی. ‎د زلمي خلیل‌زاد وروستۍ دنده د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پیل... Читать дальше...

مسکو نن او سبا د افغانستان په تړاو د غونډې کوربه دی

Pa.azadiradio.com 

مسکو نن او سبا د افغانستان په تړاو د یوې غونډې کوربه دی.  که څه هم تمه ده د روسیې، چین، پاکستان او هند استازي چهارشنبه د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ له ورغلي پلاوي سره په مسکو کې وګوري، خو تر هغې غونډې مخکې نن حاشیوي بحثونه هم کېږي. د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، تر اصلي غونډې مخکې سې شنبه په ناستو کې هڅه کېږي چې د افغانستان د تحولاتو په تړاو یوه ګډ دریځ باندې موافقه ترلاسه شي.  امریکا هم دې ناستې ته وربلل شوې وه، خو بېګا د بهرنیو... Читать дальше...

کرونا؛ امنیستي انټرنېشنل: د بیان د ازادۍ حق تر برید لاندې راغلی

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان امنیستي انټرنېشنل وايي، د کرونا وبا په راتلو سره په نړۍ کې د بیان د ازادۍ حق تر برید لاندې راغلی.  دې سازمان د بیان ازادي او د کرونا وبا د خپرېدو پر مهال ورته د متوجه ګواښونو راپور نن خپور کړی دی.  په راپور کې راغلي چې دولتونو د کرونا وبا پر مهال انتقادي غږونه غلي کړي او محدودیتونه یې د وسیلې په توګه کارولي.  په راپور کې د بیان د ازادۍ په ارزښت بحث شوی ځکه د کره معلوماتو د شریکولو ازاد بهیر کولی شي چې د روغتیايي کړکېچونو پر مهال له ستونزو سره د مبارزې او مخنیونکو لارو کې اغېزمن تمام شي.

مسکو کې د طالبانو ناسته او د بشري حقونو د څار د سازمان انتقاد

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار سازمان انتقاد کړی چې لږ تر لږه نهو هېوادونو او څلورو مرستندویه او بشرپاله سازمانونو د طالبانو ناستو ته یواځې نارینه استازي ورلېږلي.  دا خبره د یاد سازمان د اسیا برخې د ښځو د حقونو مرستیالې هېدر بار په حواله بېګا په یوه راپور کې راغلې.  هېدر بار ویلي، د قطر د خبرو او تېرو تجربو ښودلې چې طالبان له ښځینه و استازیو سره هم لیدنې نه ردوي نو ولې د نړۍ هېوادونه یواځې نارینه استازي د هغو لیدنو ته ور استوي؟   بار ویلي، دا مساله ځکه ډېره مهمه ده چې طالبانو د دې په خبره په ټول هېواد کې د ښځو پر وړاندې سیسټماتیک تبعیض پیل کړی دی. Читать дальше...

مالیې وزارت: د لومړنیو خوراکي توکو په اړه خپور شوی مکتوب جعلي دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په ټولنیزو رسنیو کې، د دوی له ادرسه د ۱۴ ډوله لومړنیو خوراکي ټوکه د مالیې د معافولو په اړه خپور شوی مکتوب ناسم بولي. د دغه وزارت نه په دې اړه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي: "د مالیې وزارت اړوند ټول خبرونه د دغه وزارت په وېبپاڼه، فیس بوک پاڼه او توېټر خپرېږي." په ټولنیزو رسنیو کې چې د مالیې وزارت له ادرسه کوم مکتوب خپور شوی په کې راغلي، چې دغه وزارت د ۱۴ توکه لومړنيو خوراکي توکو مالیه چې نومونه یې هم لیکل شوي معاف کړي او ټول سوداګر او هټیوال مکلف ګرځول شوي چې د مکتوب... Читать дальше...

محسن دَوړ: د غلام خان بندر راتلونکې اوونۍ پرانیستل کیږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د پارلمان غړي محسن دَوړ په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي، غلام خان بندر به تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې په ۲۴ ساعته ډول د سوداګریزې راکړې-ورکړې پرمخ پرانیستل شي. ښاغلي دَوړ لیکلي، دا پرېکړه د پاکستان د پارلمان د رئیس اسد قیصر په مشرۍ د پاک – افغان د ملګرتیا ګروپ په غونډه کې وشوه. ښاغلی دَوړ دا هم لیکلي چې دغه ناسته کې د پاکستاني پارلمان مشر اسد قیصر مسوولو چارواکو ته لارښوونه کړې چې غلام خان بندر ته سېکنر او نور هغه ټول اړین توکي ورسوي چې اړتیا یې لیدل کېږي. د پاکستان پارلمان دا غړی وايي،... Читать дальше...

د طالبانو حکومت:د مسکو غونډه کې له یوه روښانه پیغام سره ګډون کوو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، د مسکو په غونډه کې د خپل دریځ  د مطرح کېدو لپاره د موضوعاتو یو بشپړ نوم‌لړ لري. مسکو سبا د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی. دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۱ هېوادونه ور بلل شوي. د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، پلاوی یې له یوه روښانه دریځ سره دې غونډه کې ګډون کوي: "زموږ پلاوی به په مسکو کې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د تامین هڅه لا ډېره کړي... Читать дальше...

ملګري ملتونه څه باندې ۱۰۰ ټنه بشري مرسته افغانستان ته لېږدوي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه د افغانانو د لاسنيوي په خاطر له سل ټنو زياته بشري مرسته د ازبیکستان له لارې افغانستان ته لېږدوي. په منځنۍ اسيا کې د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو عالي کمېشنرۍ يا UNHCR د اعلامیې پر بنسټ په تېرو درېیو ورځو کې له افغانستان سره د سلو ټنو څخه ډېره بشري مرسته د ازبیکستان د ترمز ښار هوايي ډګر ته چې د دغه هېواد او افغانستان ګډې پولې ته نېږدې دى، رسولې ده. په اعلاميه کې ویل شوي: "په درېیو الوتکو کې لېږدول شوې مرستې چې خوراکي توکي هم په کې شامل دي، په ټېلرونو کې لوژستیکي مرکزونو ته انتقال... Читать дальше...

د روسیې سان پیټرسبورګ ښار کې د کرونا له امله بندیزونه سختېږي

Pa.azadiradio.com 

د روسیې د دویم لوی ښار سان پیټرسبورګ چارواکي وایي، دغلته د کرونا وبا د مخنیوي لپاره بندیزونه سختوي. د دې بندیزونو له ډلې به یو دا وي چې که څوک له ګڼې ګوڼې ډکو مناسبتونو یا غونډو کې ګډون کوي، باید روغتیایي اجازه لیک له ځان سره ولري. فرهنګي او ورزشي غونډو کې د ګډون دا محدودیت د نومبر له لومړۍ نېټې وروسته لګول کېږي او د سان پیټرسبورګ د مرستیال واليبوریس پیوتروفسکي په خبره، هغه وخت اجازه لیک ته اړتیا پېښېږي چې د ګډونوالو شمېر له ۴۰ زیات شي. غونډو کې د ګډون دا اجازه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د... Читать дальше...

د کندز د کرنې ریاست وايي، د کانګو کنو پر ضد یې کمپاین پیل کړی

Pa.azadiradio.com 

د کندز د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي چې دوی د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د کانګو کنو پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړی او لا هم دوام لري. دنوموړې ادارې رئیس مولوی امان الله حسن وايي، د دې ولایت حیواني کلنیکونو ته د کانګو کنې ضد اړین درمل او تجهیزات وېشل شوي چې پیل شوی کمپاین په ښه توګه ترسره شي. حسن زیاتوي: "دا دې کنې ضد دوا ده، د کانګو مرض له همدې کنو انسانانو ته هم انتقالیږي. موږ ټولو حیوانې کلنیکونو ته د کنو ضد دوا ورکړې ده، څو د مالونو ځایونه او پنډ غالي دوا پاشي کړي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Коммерсантъ

Крымские кредиты оформили в Москве // По делу о растрате заочно арестован бывший председатель правления Тальменка-банка





Rss.plus
Росгвардия

Выставка Росгвардии «День передовых технологий обеспечения безопасности личности, общества и государства – 2024» продолжает работать в Красноярске




Разнообразие дизайнов и размеров инженерной доски в "Планете Паркета"

Теплоход «Валдай» будет курсировать через реку Лену

Запрещенный в России «Талибан» – из террористов в партнеры

Врач Шипулина: России угрожают клещи-монстры из Европы




شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی ازمایلی

Pa.azadiradio.com 

شمالي کوریا څو ساعته وروسته له هغه یو بالستیک توغندی و ازمایه چې امریکا وویل، له دغه هېواد سره د ډپلوماسۍ په لټه کې ده. سمندر ته د شمالي کوریا د دغه توغندي د توغولو خبر نن د جنوبي کوریا پوځ ورکړی دی. د جاپان د سمندر غاړې ساتونکو هم ویلي چې د شمالي کوریا له خوا یې د توغندي توغول کشف کړي دي. له شااوخوا یوې میاشتۍ کرارۍ وروسته شمالي کوریا د تېرې سپتمبر میاشتې له پيله د وسلو ازمایلو ته زور ورکړی دی. شمالي کوریا نننۍ توغندی داسې مهال و ازمایه چې د دغه هېواد لپاره د امریکا ځانګړي استازي واشنګټن... Читать дальше...

یورواېشیا رېویو: سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د پام وړ سیاسي قدرت ترلاسه کړی

Pa.azadiradio.com 

ډېلي مېل ډېلي مېل ورځپاڼې په افغانستان کې له طالبانو څخه د ملالې یوسفزۍ د هغې غوښتنې په اړه د فرانسې خبري اژانس هغه لیکنه خپره کړې چې ویلي یې دي نجونې باید ښوونځیو ته لاړې شي.  په دې مقاله کې راغلي د نوبل جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ چې یو وخت خپله پاکستاني طالبانو ښوونځي ته د تګ پر مهال په ډزو ټپي کړې وه، اوس په افغانستان کې له طالبانو غواړي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیزي. ورځپاڼه زیاتوي چې پوره دوه میاشتې وشوې چې طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو له هغه راهیسې د بلخ، سمنګان او کندز... Читать дальше...

اروپايي ټولنه: پر اټمي پروګرام له ایران سره ناسته نه ترسره کیږي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنه په پام کې نه لري چې پنجشنبه په بروکسل کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي. مخکې ایران ویلي و چې د پنجشنبې لپاره خبرې پلان شوي، خو د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزېپ بورېل پرون د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو سره تر غونډې وروسته وویل چې له ایران سره ناسته نه ترسره کېږي. هغه ویلي، ایران ته یې په ډاګه کړې چې ښه ده ژر د خبرو میز ته حاضر شي. له دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده ویلي و چې د ایران د اټمي چارو مخکښ مرکچي علي باقري پنجشنبه له اروپايي ټولنې سره د خبرو لپاره بروکسل ته ځي. Читать дальше...

افغان کرکټ لوبډله خپله دویمه تمریني لوبه ویسټ انډیز سره لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ ملي ټيم د شل اووریز نړیوال جام په درشل کې خپله دویمه تمریني لوبه سبا د ویسټ انډیز پر وړاندې ترسره کوي. افغانستان او ویسټ انډیز دواړو خپلې لومړنۍ تمریني لوبې بایللي دي. افغانستان وړمه ورځ اوله تمریني لوبه پر سویلي افریقا باندې د ۴۱ منډو په توپیر وبایلوده. ویسټ انډیز هم پرون لومړنۍ تمریني لوبه کې د ۷ لوبغاړو د سوځېدو په توپیر د پاکستان پر وړاندې ماته ومنله. د ویلو وړ ده چې د تمریني لوبو ګټل او بایلل د نړیوال شل اووریز جام په اصلي لوبو او نمرو هېڅ اغېز نه لري او یوازې مرسته... Читать дальше...

د کام ایر هوايي شرکت د کابل -ابوظبۍ ترمنځ پروازونه بېرته پيلوي

Pa.azadiradio.com 

د کام ایر هوايي شرکت سر له سبا د کابل او ابوظبۍ ترمنځ پروازونه بېرته پيلوي. دا خبره په دوبۍ کې د افغانستان لویې قونسلګرۍ په خپله فیسبوک پاڼه کړې ده. قونسلګرۍ ویلي چې له ډېرو هڅو وروسته یې د دغو پروازونو پيل ته زمینه برابره کړه. په دې اړه افغان جنرال قونسل مسعود احمد عزيزي د کام اير هوايي شرکت له ريس تيمورشاه سره ليدلي. د قونسلګرۍ په اعلامیه کې زیاته شوې چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو موافقه وکړه، څو په اماراتو کې د ځینو وفات شوېو افغان مسافرو د جنازو انتقال ته لومړیتوب ورکړل شي. قونسلګرۍ... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسیناسیون پيلوو

Pa.azadiradio.com 

ملګرو ملتونو ویلي، هوډ لري چې راتلونکي میاشت په ټول افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسیناسیون پيل کړي. په ټول افغانستان کې د پولیو د لوی واکسین پیل ډېره مخینه نه لري، ځکه پخوا به نا امنو سیمو کې د کمپاینونو مخه نیول کېده. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق او د روغتیا نړیوال سازمان پرون په یوه ګډه اعلامیه کې په درېیو کلونو کې به دا لومړی وار وي چې ټولو درې میلیونه او درې لکه ماشومانو ته د پولیو واکسین ولګول شي. دغو دواړو ادارو د طالبانو له ملاتړه هم هرکلی کړی دی. طالبانو ژمنه... Читать дальше...



Москва

Студенты Академии Игоря Крутого раскрыли свои таланты


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Полина Гагарина

Полина Гагарина заявила о победе над Ольгой Кормухиной по обвинению в плагиате песни




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Баскетболисты из Лобни завоевали золото на турнире Moscow Open

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера


Анастасия Потапова

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России