ملاله یوسفزۍ: پر افغانستان واکمنو طالبانو نجلۍتوب غیرقانوني کړی
د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې او د نجونو د زده کړې فعاله ملاله یوسفزۍ وایي، پر افغانستان واکمنو طالبانو نجلۍتوب غیرقانوني کړی او غوښتنه یې وکړه چې جنسیتي توپیرپالنه یا جنسیتي اپارټایډ باید د بشریت ضد جنایت وبلل شي. ملاله یوسفزۍ دغه څرګندونې نن د جنوبي افریقا په پلازمېنه جهانسبورګ کې د جنوبي افریقا د پخواني ولسمشر او د نژادي توپیر یا اپارټایډ د سر سخت مخالف نیلسن مانډیلا د لسم تلین په مناسبت یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې. هغې وویل ، افغان نجونې چې ښوونځیو ته له تلو منع شوي، ډېری یې له خفګان سره مخ... Читать дальше...