په هلمند کې ترافیکي پېښې لږ ترلږه ۲۱ تنه مړه کړي
په یوه ترافیکي پېښه کې چې نن په هلمند کې وشوه، لږترلږه ۲۱ تنه مړه او ۳۸ نور ژوبل شوي دي. د هلمند د ترافیک ریاست وویل، دا پېښه د کندهار – هرات په لویه لار کې په ګریشک کې وشوه. پېښه د یو موټر سایکل او بس موټر د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.