د ایران مشر د 'بسیج ملېشه ځواکونو' هڅې وستایلې
د ایران مشر په دغه هېواد کې د روانو اعتراضونو پر مهال د بسیج ملېشه ځواکونو هڅې وستایلې. د ایران مشر ایت اله علي خامنه اي د شنبې په ورځ وویل، چې بسیج ځواکونو د روانو بلواوو په وړاندې خپل ژوند قرباني کړی دی. په ایران کې دغه اعتراضونه وروسته له هغې پیل شول، چې د مهسا امیني په نوم یوې ځوانې مېرمنې چې په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور نیول شوې وه، د سپټمبر میاشتې پر ۱۶مه د پولیسو په توقیف کې ساه ورکړه. د مهسا امیني پلویان وايي، هغې د پولیسو شکنجې او زورزیاتي په نتیجه کې ساه ورکړې ده، هغه څه چې د ایران پولیس یې نه تاییدوي. Читать дальше...