د روسیې لپاره د طالبانو سفیر د هغه هېواد د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ته باور لیک سپارلی
په روسیه کې د طالبانو د حکومت سفیر او ځانګړي استازي مولوي ګل حسن حسن پرون شنبه د خپل باور لیک یوه کاپي د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندری یوریویچ رودنکو ته سپارلې ده. دا ګام وروسته تر هغه اخیستل کیږي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د هغه هیواد سفیر د جولای په درېیمه اعلان وکړ چې روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني. د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس په روسیه کې د خپل سفارت د یوې خبرپاڼې په حواله ویلي چې د باور لیک اصلي متن به د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته وړاندې شي. Читать дальше...
