په لسګونو افغانان له پاکستانه جرمني ته ځي
ټاکل شوې ده چې یوه ډله افغانان د دوشنبې په ورځ له اسلام اباده جرمني ته انتقال شي. جرمني رسنیو د خپل هیواد د چارواکو په وینا خبر ورکړی دی چې شاوخوا پنځوس افغانان به د جرمني هانورو ښار ته په الوتکه کې ولیږدي. دا کسان د هغو شاوخوا دوه زره درې سوه افغانانو له ډلې دي چې په پاکستان کې اوسي او جرمني یې د منلو ژمنه کړې ده. په وروستیو کې د نورو کډوالو ترڅنګ په پاکستان کې پر دغو افغانانو فشارونه زیات شوې دي او د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت په وینا له دې ډلې تر څلور سوه پنځوس ډير افغانان پاکستاني پولیسو نیولي... Читать дальше...
