پاکستان امریکايي ولسمشر نهیلی کړی: مېک ماسټر
![پاکستان امریکايي ولسمشر نهیلی کړی: مېک ماسټر](https://gdb.rferl.org/31538124-251e-4887-ac04-a56ef370b27e_tv_w800_h450.jpg)
د امریکا د ملي امنیت سلاکار اېچ. ار. مېکماسټر ویلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان له خوا د ترهګرو ډلو د ملاتړ چلند نهیلی کړی دی. نوموړي د امریکا غږ له خبریالې ګرېتا فان سوستېرېن سره په مرکه کې ویلي، اسلام اباد ته په سپینه وايي چې د په ترهګرو ډلو کې دې توپیر نه کوي او د افغانستان په ثبات کې دې ورسره ګډ کار وکړي ځکه دا یې په ګټه ده.