کراچۍ: پښتون اتحاد جرګې د نقیب د وژنې ضد احتجاج ختم کړ
موږ دا هم وویل چې داسې تاثر دی چې بانفوذه خلکو راو انوار پټ کړی دی نو د دې تاثر د ختمولو لپاره د هغه ګرفتاري ډېره ضروري ده. په غونډه کې موږ حکومت ته یو شمېر سپارښتنې وکړې
موږ دا هم وویل چې داسې تاثر دی چې بانفوذه خلکو راو انوار پټ کړی دی نو د دې تاثر د ختمولو لپاره د هغه ګرفتاري ډېره ضروري ده. په غونډه کې موږ حکومت ته یو شمېر سپارښتنې وکړې
یو نامزد ملزم ګرفتاره شوی او بل نامزد ملزم بهر ملک ته تښتېدلی دی، ځکه چې له هغه سره وار له مخه د عمرې ویزه وه نو هغه سعودي [عرب] ته تللی دی. د هغه د نیولو لپاره موږ رېډ وارنټ جاري کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګوانتنامو زندان د پرانيستې پرېښودو خبر ورکړ. د ريښتر په حساب د شپږ اعشاریه یو درجې زلزلې د پاکستان او افغانستان ځيني سیمې ولړزولې. د برتانيا صدراعظمه تريزا مې نن چین ته ورسېده. دا خبرونه د شپې په ۸ بجې پیشګام تلویزیون هم خپروي:
د نوبېل جایزې ګټونکې د تعلیم جهاني مبارزې ملالۍ یوسفزۍ پر ژوند د انند کمار په ډایرېکشن کې فلم به د سږني کال په پای کې تیار شي چې ستورې یې ریم شېخ ده. د رویټرز ویډيو، شاهین بونېري پښتو کړې ده
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د مسکو ښار په یوه تجارتي مرکز کې نښته شوې ده. انټرفکس او ریانووستي خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د مسکو په جنوبي څنډه کې په «Svyatogor» تجارتي مرکز کې ډزې شوي. په راپورونو کې راغلي دي چې په نښته کې تلفات هم پېښ شوي دي، خو شمېر یې تر اوسه نهدی معلوم.
د ایران ولسمشر حسن روحاني وايي، د ایران خلک به له بهرنیو فشارونو سره سره د مذهبي مشرتابه ملاتړ ته دوام ورکړي، خو هغه ټینګار وکړ چې د دې هېواد مشرتابه هم باید په ایران کې د اعتراضونو د وروستۍ څپې ته هم غوږ ونیسي. روحاني د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د تېرې شپې له وینا څو ساعته وروسته دا څرګندونې وکړې. ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې امریکا د ایران د فاسدو دکتاتورانو په وړاندې د دې هېواد له خلکو سره ولاړه ده. ټرمپ زیاته کړه: "کله چې د ایران خلکو د فاسدو دکتاتورانو د جنایتونو پر ضد پاڅون وکړ، زه... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په تېره یوه اوونۍ کې په ټول هېواد کې د ۳۰۸ وسلهوالو مخالفینو د وژل کېدو خبر ورکوي. دې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ادعا وکړه چې د هلمند، فراه، زابل، کندز، ارزګان او بدخشان په ګډون د هېواد په اوولسو ولایتونو کې د پولیسو او ملي امنیت د ځواکونو په عملیاتو کې همداراز ۱۴۶ وسلهوال ټپي شوي او ۴۲ نور نیول شوي دي. وسلهوالو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نهدي ویلي.
د فاټا سياسي اتحاد وايي چې په لاهور کې په مبينه توګه د وژل شوو مومند وګړیو قاتلان دې په يوه هفته کې دننه ونيول شي ګني دوی به په احتجاج راووځي.
د بخښنې نړیوال سازمان یا امنېسټي انټرنشنل په ایران کې د یوه ځوان پر اعدام سخته غوسه څرګنده کړې ده. دې سازمان پرون په یوه خبرپاڼه کې وویل، ۲۲ کلن علي کاظمي پرون د بوشهر ولایت په یوه زندان کې په دار وځړول شو. پر نوموړي تور و چې په ۱۵ کلنۍ کې یې یو تن وژلی دی. امنېسټي انټرنشنل په خپله خپرپاڼه کې زیاتوي چې علي کاظمي د هغه د وکیل له خبرتیا پرته اعدام شوی دی. ایراني چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نهده کړې.
افغان چارواکي وايي چې په غزني کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې د څو مهمو قوماندانو په ګډون ۲۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو بېپیلوټه الوتکو تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په پاتان سیمه کې د وسلهوالو طالبانو یوه غونډه په نښه کړه، ۲۶ وسلهوال طالبانیې ووژل او ۲۲ نور یې ټپيان کړل. ښاغلي نوري وویل، طالب قوماندانانو په دې غونډه کې پلانونه جوړول څو په دې ولایت کې د نبرد آهنین په نوم د پوځي عملیاتو مخه ونیسي او یو لړ بریدونه وکړي. Читать дальше...
د هند صدراعظم د افغانستان او هند په ګاونډ کې د ترورېستانو د پټنځایونو د لهمنځه تلو پر اړتیا ټینګار کړی. ارګ په یوه خبرپاڼه کې وايي چې نرېندرا مودي نن له ولسمشر اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، د افغانستان او هند په چم ګاونډ کې د ترورېستي ډلو پټنځایونه شته. د ښاغلي مودي اشاره ظاهراً پاکستان ته ده، ځکه کابل او نوې ډېلي تل دا تور لګولی چې ترورېستان په پاکستان کې پټنځایونه لري، خو پاکستان دا تورونه ردوي او وایي چې د ترورېزم پر ضد جدي مبارزه کوي. د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې ښاغلي مودي په کابل... Читать дальше...
په افغانستان کې نن یوه زلزله وشوه چې د ریښتر په مقیاس ۶،۱ اټکل شوې. د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د دې زلزلې مرکز د هندوکش په غرونو کې و او ټکانونهیې په کابل او د پاکستان، هند او تاجکستان په پلازمېنو اسلامآباد، دوشنبې او نوې ډېلي کې احساس شوي دي. د امریکا د جیولوژیکي سروې اداره وايي چې د زلزلې مرکز د جرم ولسوالۍ په ۳۵ کېلو مترۍ واټن کې او د ځمکې په ۱۹۱ کېلو متره ژور تل کې و. د بدخشان مرستیال والي ګل محمد بیدار ازادۍ راډیو ته وویل، په زلزله کې درې کسان ټپیان شوي، خو ښاغلي بیدار زیاته... Читать дальше...
د تورو ښیښو لرونکو موټرو په وړاندې د مدني فعالانو غبرګون په کابل کې یو شمېر افغان ځوانانو د یوه کمپاین په پیلېدو سره د تورو ښیښو لرونکو او د نمبر پلېټ نه درلودونکو موټرو په وړاندې په یوه نوي انداز سره مخالفت څرګند کړ. دوی په کابل ښار کې، په ځینو دېوالونو د پېغور په ډول د دغه کار ضد تصویرونه رسم کړي دي. ویډیو او اډیټ سباوون کاکړ
د تورو ښیښو لرونکو موټرو په وړاندې د مدني فعالانو غبرګون په کابل کې یو شمېر افغان ځوانانو د یوه کمپاین په پیلېدو سره د تورو ښیښو لرونکو او د نمبر پلېټ نه درلودونکو موټرو په وړاندې په یوه نوي انداز سره مخالفت څرګند کړ. دوی په کابل ښار کې، په ځینو دېوالونو د پېغور په ډول د دغه کار ضد تصویرونه رسم کړي دي. ویډیو او اډیټ سباوون کاکړ
د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله اياز دا يو ښه ګام ګڼي او وايي چې د پاکستان په ګډون د ټولو مسلمان هيوادونو له موجوده مشکلاتو د وتو يوازينۍ لار هم دا ده چې مسلمان جديد تعليم ته مخه وکړي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره انتخابات د چهارشنبې په ورځ تر سره شول. د دې ...
بيګا ته سپوږمۍ تندر نيسي.. خو برايه شپه په اسرايلو کې سپوږمې پوره وه. دې ويډيو کې په بېت المقدس کې د اذان سره د پوره سپوږمۍ ښکلې ننداره کولی شئ.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، وروستیو ناامنیو او د دولت د وسله والو مخالفینو ګواښونو د رسنیو او...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د افغانستان د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره یو وار بیا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او له ...
په پاکستان او افغانستان کې کارپوهان وايي چې د امريکا ولسمشر د جنګ په پالېسي يقين لري او په راتلونکې ورځو کې به د تشدد پيښي نورې زياتي شي.
په کابل ښار کې د سړک پر سر لاسي کراچیو د ټرافیکو پر وړاندې څه ستونزې راولاړې کړې وې؟ اوس کراچیو او لاسي پلورونکو ته ...
د مسود ژغورنې غورځنګ تر سیوري لاندې یو احتجاجي لاريون چې د جنورۍ پر ۲۶مه له ډېره اسماعيل خانه پيل شوی وو، نن د شورو ورځ اسلام اباد ته ورسېدلو او سر له سبا یې د دهرنې لپاره تياری هم شورو کړي دي.
له وسلهوالو مخالفینو د انتقام اخیستلو په اړه د ولسمشر غني له څرګندونو یوه ورځ وروسته دفاع وزارت د هوايي، شپنیو او ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости