Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Январь
2018

Новости за 19.01.2018



ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

نن په نيويارک کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه جوړيږي. د تايلند پولیسو یو جعلي پاسپورت جوړونکی پاکستانی وګړی نيولی دی. ټاکل شوې ده سبا د امریکا د ۴۵م ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ یو کال بشپړ شي. د ازادي سټوډیو دا او نور خبرونه د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ

غني: د کومانډو ځواکونو د پياوړتيا لپاره پلانونه سنجول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ولسمشر وايي، د افغانستان د ځانګړو او کومانډو ځواکونو د پياوړتيا لپاره ځانګړي پلانونه سنجول شوي دي. محمد اشرف غني دا خبره نن په کابل کې د ځانګړو عملياتو په قول اردو کې د وينا پر مهال وکړه. "په راتلونکي کال کې زموږ د ځانګړو او کومانډو ځواکونو د پياوړتيا لپاره ټول ترتيبات نيول شوي دي، په عين وخت کې د بهرنيو همکارانو په ځانګړي ډول [په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان] جنرال جان نېکلسن مننه چې په مرسته به يې په څو اوونيو کې د اضافي هوايي ځواک لپاره ترتيبات ونيول شي، د دوى... Читать дальше...

ازبکستان دوه تنه افراطي ډلو ته د کسانو د ګمارنې په تور نيولي

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان امنيتي ادارو دوه کسان بهرنيو افراطي ډلو ته د کسانو د ګمارنې په تور نيولي دي. د ازبکستان دولتي ټلوېزيون پرون راپور ورکړ چې دوه مشکوک کسان په سوريه کې له دېره التوحيد والجهاد افراطي ډلې سره د فېسبوک له لارې په تماس کې وو. په راپور کې ويل شوي دغو دوو کسانو له دغې افراطي ډلې مالي مرسته هم ترلاسه کړې ده. د نيول شويو مشکوکو کسانو نومونه نه دي افشا شوي، خو دولتي ټلوېزيون ويلي، دواړه ازبک ټبره او د تاشکند د اولمازور او يونس بعد سيمو اوسېدونکي دي. اټکل کېږي چې له ازبکستان څخه به شا او خوا... Читать дальше...



ترکیه وايي، د سوريې په عفرين سيمه کې پوځي عمليات پيل کړل

Pa.azadiradio.com 

د ترکيې دفاع وزير وايي، هېواد يې د کرد د هغو جنګياليو په وړاندې چې امريکا يې ملاتړ کوي، د سوريې په عفرين سيمه کې پوځي عمليات پيل کړل. نورالدين جانيکلي وويل، دغه پوځي عمليات د ترکي پوځيانو له خوا د ترکيې په خاوره کې دننه د توپونو په انداختونو سره پيل شول. د جانيکلي په خبره انقرې د ترکيې سرحد ته نږدې د سوريې په شمال کې د تروريستي عناصرو له تصفيې پرته بله چاره نه درلوده. د ترکيې دفاع وزير زياته کړه، انقره او مسکو به د دغو پوځي عملياتو په اړه په خپلو کې خبرو ته ادامه ورکړي. د کرُدانو د ولسي خونديتوب... Читать дальше...

په فراه کې د وسله والو طالبانو د فعالیت پراخېدو په اړه اندېښنې

Pa.azadiradio.com 

د فراه امنيتي چارواکو په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو د فعاليت د زياتېدو خبر ورکړ. د دوى په خبره وسله وال طالبان د سيمې د استخباراتو په اشاره هڅه کوي ځينې سيمې ونيسي. خو د فراه د امنيت امر ګلبهار مجاهد وايي دوى به د وسله والو طالبانو د دغو فشارونو مخه ونيسي: "په افغانستان کې د وسله والو طالبانو فشار دا دى چې وکړاى شي تر وسه- وسه کومه ولسوالي يا ولايت ونيسي چې دا پاکستانيانو ته يوه لاسته راوړنه وي." تر دې مخکې په فراه ولايت کې مدني فعالانو او ځايي اوسېدونکو ويلي وو چې له يوې مياشتې راهيسې يې ناامنيو ژوند ورتريخ کړى دى. Читать дальше...

د روسيې د اساسي قانون محکمې د ناوالني پر شکايت غور کول رد کړل

Pa.azadiradio.com 

د روسيې د اساسي قانون محکمې د اپوزېسيون د مشر او د کرېملېن د منتقد الکسي ناوالني پر شکايت غور کول رد کړل. ده تور لګولى و چې چارواکو د روسيې د جمهوري رياست په راتلونکو انتخاباتو کې له کانديداتورۍ د ده د منع کولو لپاره د انتخاباتو له قوانينو ناوړه استفاده کړې ده. د روسيې ريا خبري اژانس نن راپور ورکړ چې محکمې ويلي د ناوالني شکايت قانوني مشکلات لري. د الکسي ناوالني مدافع وکيل ايوان ژدانوف تور لګولى چې د روسيې د انتخاباتو اړوند قوانين د دغه هېواد له اساسي قانون سره په ټکر کې دي. د روسيې د انتخاباتو... Читать дальше...

سپريم کورټ د نقيب مسود د وژنې ګروېږنه کوي

Mashaalradio.com 

د پاکستان سپريم کورټ په کراچۍ کې د وزيرستان د يوه ځوان نقيب مسود د وژنې نوټس اخېستی دی او پولیسو ته یې امر کړی چې په یوه اونۍ کې دننه دې د پېښې رپوټه وړاندې کړي.

اندېشه: د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې د افغانستان په اړه بحث کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي د امنيت شورا په نننۍ غونډه کې به د افغانستان پر اړوندو ګڼو مسايلو خبرې وشي. د دغه وزارت مرستيال وياند صبغت الله احمدي نن ازادي راډيو ته وويل، په دې غونډه کې به د افغانستان استازيتوب د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزى کوي او د بحث لپاره ګڼ موضوعات په پام کې دي: "تر ډېره په پام کې ده د ټرورېزم په وړاندې پر مبارزه، د افغانستان پر پراختيا، د افغانستان پر امن او ثبات په دې غونډه کې بحث وشي چې جزئيات به يې وروسته له تاسو شريک شي." ښاغلي احمدي وويل چې... Читать дальше...

دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۴وسله وال مخالفین وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ٣۴ مخالف وسله وال وژل شوي دي. دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه تعرضي او تهاجمي عمليات په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شوي دي. د وزارت په حواله په دې لړ کې ٣٣ تنه نور وسله وال ټپيان شوي او يو تن يې نيول شوى دى. ويل شوي چې دغه پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، لوګر، ارزګان، زابل، هرات، فراه، بادغيس، فارياب، بغلان، کندز او هلمند ولايتونو کې شوي دي. په اعلاميه کې د افغان پوځيانو... Читать дальше...

همت: پاکستاني پوځیان نه پرېږدو چې افغان خاورې ته داخل شي

Pa.azadiradio.com 

د کونړ امنيتي چارواکي وايي پاکستاني پوځيانو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان قلمرو ته داخل شي او هلته ځينې لمسوونکي اقدامات وکړي. تر دې مخکې د کونړ د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکو ادعا کړې وه چې پاکستاني پوځيانو تېره اوونۍ غوښتل پر ډيورند کرښه دروازه ودروي او هلته اغزن سيم تېر کړي. دوى تور لګولى چې د پاکستان دغه پوځيان د افغانستان خاورې ته راڅکېدلي دي. خو د کونړ امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت ازادي راډيو ته وويل پاکستاني پوځيان له کرښې شا ته شوي دي: "اوس دښمن شا ته شوى؛ د فعلاً لپاره وضعيت عادي... Читать дальше...

په روسیه کې یوه زده کوونکي پر نورو زده کوونکو د تبر حمله کړې

Pa.azadiradio.com 

د روسيې دولتي رسنۍ راپور ورکړى د سايبريا د جنوب ختيځ د يوه ښوونځي يوه زلمي زده کوونکي په تبر د ځوانو زده کوونکو پر يوه ډله حمله کړې لږ تر لږه ٧ کسان يې ټپيان کړي دي. پېښه نن سهار شوې ده. د روسيې د تحقيقاتي کمېټې د محلي ادارې يوه استازي وويل حمله کوونکى د نهم ټولګي زده کوونکى و. ده وويل چې دغه زلمي دا حمله په يوازې سر د اووم ټولګي پر زده کوونکو او يوه ښوونکي کړې ده.


Музыкальные новости
Наташа Королёва

Продюсер Пригожин поддержал певицу Королеву после отмены ее номера в телеэфире





Rss.plus
Владимир Путин

ООН незаметно признала Путина: Сообщено об официальном письме




В Одинцове пройдет 3 этап серии забегов для детей и взрослых «TOPSKI Family Run»

Сергей Собянин утвердил создание новых управ районов в ТиНАО

Китайская Haiwei и РФПИ вложат 7 млрд руб. в строительство терминала по перевалке СУГ на Дальнем Востоке

Владимирские продукты подтвердили звание лучших




په کوټه کې د پولیو دوې ښځینه کارکوونکي وسله والو وژلي

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکي وايي، وسله والو یوه مېرمن او د هغې لور په دې خاطر وژلي چې په کوټه کې یې د پولیو پرضد کمپاین کې برخه اخیستي وه. د پاکستاني پولیسو یوه چارواکي نصیب الله خان ویلي، پنځوس کلنه سکینه بي بي او د هغې شل کلنه لور الیزه پرون هغه مهال د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو کسانو په ډزو ووژل شوې چې د پولیو پرضد د واکسین څاڅکي یې ماشومانو ته ورکول. د دې برید مسؤلیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی خو افراطي وسله والې ډلې د پولیو د کمپاین پر کارکوونکو او د هغو پر امنیتي کسانو وخت ناوخت حملې کوي. د پاکستان... Читать дальше...

تر ۱۹کلونو کم عمره کرکټ ټیم نن شپه له ایرلنډ سره لوبه کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرکټ تر نوولس کلنو کم عمره لوبډله نن شپه ناوخته له ایرلنډ سره د مسابقې ډګر ته وځي. دا مسابقه د کرکټ د نوولس کلنو د کم عمره لوبډلو د نړیوال جام په لړۍ کې ترسره کېږي. افغانستان چې له پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ سره په D ګروپ کې لوبې کوي د څلورو پاینټونو په لرلو سره د خپل جدول په سر کې دی. افغان نولس کلنو تر اوسه دواړه حریفان- پاکستان او سریلانکا مات کړي او کوارټر فاینل ته وتلی دی. خو د نن شپې د لوبې ګټل ځکه مهم دي چې افغانستان به د ګروپ په سر کې پاتې شي او په کوارټر فاینل کې به د بل ګروپ له دوهم ټیم سره لوبه کوي.

اسپانیا غواړي افغانستان ته نور سرتېري ولېږي

Pa.azadiradio.com 

اسپانیا غواړي د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ د روزنې د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر زیات کړي. د اسپانیا دفاع وزیرې ماریا دولورېس دې- کوسپېدال ګارسیا María Dolores de Cospedal García پرون پنجشنبې په کابل کې له ولسمشر اشرف غني سره په کتنه کې د اضافي اسپانوي سرتېرو شمېره ونه ښوده خو ویې ویل چې اسپانوي روزونکي به د افغان ځانګړو ځواکونو د مسلکي وړتیا پر لوړولو تمرکز وکړي. اسپانیا تر ۲۰۱۴ کال پورې په افغانستان کې شااوخوا یونیم زر سرتېري درلودل خو په همدې کال د ناټو ډېری غړیو... Читать дальше...

شمس: یو شمېر ادارو له افغان کډوالو سره د مرستې ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د افغانستان د سفارت چارواکي وايي چې یو شمېر مرستندویو هېوادونو له افغان کډوالو سره د مرستو ژمنې کړي. په پاکستان کې د افغانستان مرستیال سفیر وايي، په اسلام آباد کې د جرمني سفارت په بلنه په پرونۍ غونډه کې د مرستندویو هېوادونو او د نړیوالو موسسو استازو د افغان کډوالو پر ستونزو اندیښنه وښوده خو ژمنه یې وکړه چې له هغو سره به خپل هېواد ته د ستنېدو په ګډون په ټولو برخو کې مرسته وکړي. په اسلام آباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس په دې اړه آزادي راډیو ته معلومات ورکړل: "د ټولو هېوادونو... Читать дальше...



Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о роли несырьевого экспорта в российской экономике


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Неделя мэра: завод «Москвич», гранты для школ искусств и система городских вокзалов



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Булат Окуджава

Урганта исключили из программы концерта памяти Булата Окуджавы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В Подмосковье сотрудники ОМОН «Русич» Росгвардии приняли участие в церемонии открытия соревнований по дзюдо среди детей и подростков

Инсайты, стратегии и нетворкинг для профессионалов: 21 июня пройдет ежегодный форум «Спорт и Бизнес»

Звезды спорта. Кто они такие и почему их так называют?


WTA

Ангеліна Калініна поступилася восьмій ракетці світу Саккарі на турнірі WTA 1000 у Римі: результат



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Замглавы ГИБДД Петербурга уверен, что передвижение СИМ по тротуарам нужно запретить



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России