د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه
![د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه](https://gdb.rferl.org/77629ACA-CD11-470A-B39B-3D16EB5D4043_w800_h450.jpg)
د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام سیالیو ته د تیاریو په یوه تمریناتي لوبه کې د بنګلهدېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې په دغه ۵۰ اوریزه تمریناتي سیالۍ کې پچه وګټله او د توپ اچونې پرېکړهیې وکړه او مقابلې لوبډلې تهيې ۲۰۶ منډې هدف وټاکه.
ښاغلی هوتک وايي چې په دوهمه پاڼه کې د بنګلهدېش ۱۹ کلنو ځوانانو ونهشوی کړای یاد هدف پوره کړي او د سیالۍ په ۴۱م اوور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۰ منډې وکړې او دا سیالۍ يې افغان لوبډلې ته د ۵۶ منډو په توپیر وبایلله.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبډله خپله دوهمه تمریناتي لوبه د روان میلادي کال د جنوري په ۱۰ له نامیبیا سره لري.