د افغانستان او نامیبیا د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو سیالۍ ونهشوه
نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۲۰» د افغانستان او نامیبیا د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ تمریناتي لوبه د ورښت له امله ترسره نهشوه.
تېره ورځ د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو په یو تمریناتي سیالۍ کې د بنګلهدېش د ۱۹ کلنو لوبډلې ته د ۵۶ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.
افغان ۱۹ کلنه لوبډله له تېرو دوو اوونیو راهیسې په نیوزیلنډ کې نړیوال جام سیالیو ته په تیاریو او تمریناتو بوخته ده.
ټاکل شوې چې د کرکټ د ۱۹ کلنو نړیوال جام سیالۍ د روان میلادي کال د جنورۍ په ۱۳مه په نیوزیلنډ کې پیل شي.
افغان لوبډله په دې سیالیو کې د پاکستان، سریلانکا او ایرلنډ د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو سره لوبه کوي.