ګابریل: اروپايي اتحادیه غواړي چې د ایران اټمي موافقه پر خپل حال پاتې شي
![ګابریل: اروپايي اتحادیه غواړي چې د ایران اټمي موافقه پر خپل حال پاتې شي](https://gdb.rferl.org/EAF21BC9-3947-443F-845C-91E33D0BF669_w800_h450.jpg)
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، اروپايي اتحادیه غواړي چې له نړیوالو قدرتونو سره د ایران اټمي موافقه پر خپل حال پاتې شي او له امریکا غوښتنه کوي چې دا موافقه د ایران د توغندويي وسلو له پروګرام او د سوریې په جګړه کې د دغه هېواد له روله جلا وګڼي.
زیګمار ګابریل دا خبره نن پنجشنبه په بروکسل کې د ایران، بریتانیا، فرانسې له بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ له مشرې سره تر غونډې مخکې وکړه.