اجرائیه رئيس او د "م.م" خاص استازي د افغانستان پر حالاتو غږیدلي
![اجرائیه رئيس او د](https://gdb.rferl.org/632212BC-18D2-4ADD-8648-937A70A08662_w800_h450.jpg)
د افغانستان اجرائیه رئيس او د ملګرو ملتونو خاص استازي د افغانستان پر امنیتي حالاتو او د کابل د پروسې د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
د اجرائیه ریاست له خبرپاڼې سره سم، په دې کتنه کې عبدالله عبدالله د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو لپاره پر تیاریو او په دې برخه کې پر اقداماتو هم خبرې وکړې.
ټاکل شوې ده چې د راتلونکي کال د سرطان په ۱۶ مه د ولسي جرګې او ولسوالي شوراګانو انتخابات ترسره شي.