چارواکي: عملیاتو د فاریاب په دولت اباد کې ۲۵ طالبان وژلي
![چارواکي: عملیاتو د فاریاب په دولت اباد کې ۲۵ طالبان وژلي](https://gdb.rferl.org/883C758F-6C29-43DB-A9C2-E19FCEB79D2E_w800_h450.png)
د افغانستان په شمال کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو وايي چې په یو لړ عملیاتو کې یې د ۳ قوماندانانو په شمول ۲۵ وسلهوال طالبان وژلي دي.
د دې قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال نصرت الله جمشیدي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، دا عملیات تېره شپه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې وشول.
دی وايي:
"تېره شپه د هېواد هوايي ځواک د قاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو په ملاتړ د فاریاب ولایت په دولتاباد ولسوالۍ کې پر دښمنانو هوايي عملیات وکړل چې په لړ کې یې د ۳ قوماندانانو په ګډون ۲۵ طالبان ووژل شول."
جمشیدي دا هم وویل چې د فاریاب ولایت په بېلابېلو سیمو کې عملیات دوام لري.
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نهدي ویلي.