د خوست دیني عالمان: که قانون پلی شي ټولې بېعدالتۍ ختمېږي
د خوست دیني عالمان او قومي مخور له حکومتي چارواکو، امنیتي ادارو او پولیسو وغوښتل چې له ولس سره دې په چلند کې د افغانستان په اساسي قانون کې د اتباعو حقوق او وجایب په پام کې ونیسي.
دوی دغه څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ د عدالت غوښتنې او د پولیسو د غوره چلند د ستاینې په درېیمه ناسته کې چې د امنیه قوماندانۍ په انګړ کې جوړه شوې وه، وکړې.
دوی وايي، که چېرې حکومتي ادارې او پولیس د اساسي قانون پوهاوی ولري او د هغې په رڼا کې چلند وکړي، د ټولنې شته ستونزې هوارېږي او د بېعدالتیو مخه به ونیول شي.
په دغې غونډه کې د خوست امنیه قوماندان محمد داود امین د قانون څخه د پوره پوهاوي د نشتوالي په هکله د ګډونوالو غوښتنې پر ځای وبللې او ويېویل چې د نوې دندې په پیل سرهيې د پولیسو ښوونې روزنې ته توجه کړې او ۸۲ پولیس همدا اوس تر ښوونې روزنې لاندې دي.
ده هیله څرګنده کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د یادو برنامو په عملي کېدو سره د پولیسو په مسلکي پوهې او برخورد کې مثبت بدلونونه راشي.
په داسې حال پر ښاري بېنظمۍ، په ښار کې د غیر مسؤله وسلهوالو او نشهیي توکو پر شتون او نورو ستونزو نیوکې کېږي چې په دې وروستیو کې د خوست پولیسو په دې اړه هڅې چټکې کړي او خپلې یو شمېر لاسته راوړنې يې وخت پر وخت رسنیو سره شریکې کړې دي، خو ښاریان او د ټولنې مخور د پولیسو او نورو کشفي ادارو د لا زیاتو اقداماتو غوښتنه لري.