راپورونه: ایران له ۲۰ ورځو راهيسې د هرات-خواف د رېل پټلۍ کار درولی
راپورونه وايي، ایران له ۲۰ ورځو راهيسې د هرات-خواف ترمنځ د اورګادي د پټلۍ د جوړولو کار درولی دی.
په هرات کې چارواکو تأیید کړې او ویلي یې دي چې ایران د اورګاډي پر دې پټلۍ د کار د درولو دلیل د بودجې کمښت بللی دی.
په هرات کې د فواید عامې رئیس حبیبالله تیموري ازادي راډیو ته وویل:
"دوی ۳۰ کېلو متره د اورګاډي پټلۍ تېره کړې او اوسیې کار درولی دی. د افغانستان د فواید عامې وزارت پر دوی فشار راوړی او ورتهیې ویلي چې که چېرې تاسو کار نهکوئ، افغان حکومت چمتو دی چې د اورګاډي د دې پټلۍ کار بشپړ کړي."
د هرات-خواف ترمنځ د اورګاډي پټلۍ ۱۳۰ کېلو متره اوږدوالی لري چې ۶۰ کېلو مترهیې د افغانستان په خاوره کې تېرېږي او ایرانیې د جوړولو توافق کړی دی.