د بهرنیو چارو وزارت: د کابل پروسې دوهم کنفرانس وځنډېد
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل پروسې د دوهم نړیوال کنفرانس د ځنډېدو خبر ورکوي.
ټاکل شوې وه چې د دې پروسې دوهم کنفرانس د روانې مېلادي میاشتې په وروستیو کې جوړ شي.
خو د بهرنیو چارو وزارت اداري مرستیال نصیر احمد اندېشه نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې دغه کنفرانس د فبرورۍ د میاشتې دریمې اوونۍ ته ځکه ځنډېدلی چې دوی غواړي ورته ښه تیاری ونیسي.
ښاغلي اندېشه زیاته کړه، دولت په پام کې لري چې د افغانستان د سولې په اړه د ټولو ترسره شویو غونډو نتیجې سره راغونډې کړي.
د کابل پروسې لومړنۍ غونډه د روان ۱۳۹۶ کال په جوزا میاشت کې په کابل وشوه او د لسګونو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو پکې ګډون کړی و.