د امريکا مرستيالې وزېرې پاکستان سره د وسله والو په پټنځايونو خبرې کړې
![د امريکا مرستيالې وزېرې پاکستان سره د وسله والو په پټنځايونو خبرې کړې](https://gdb.rferl.org/BBEA1095-C8D5-44DD-A1FB-00D1712B137F_w800_h450.png)
امریکا يو ځل بيا له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاروه دې د حقاني شبکې په ګډون د نورو وسله والو شتون ته پام وکړي. دا ټینګار د جنوبي او منځنۍ اسيا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې ایلس وېلز پاکستان ته د خپل سفر پر مهال کړیدی. هغه د جنورۍ په ۱۵ اسلام اباد ته تللې وه.