غني: تر هغو چې ۴ میلیونه افغان کډوال بهر وي هېواد بشپړ نهدی
![غني: تر هغو چې ۴ میلیونه افغان کډوال بهر وي هېواد بشپړ نهدی](https://gdb.rferl.org/B6D6598E-9C36-43C3-9DE7-5D53A660548F_cx0_cy7_cw0_w800_h450.jpg)
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، تر هغو چې څلور میلیونه افغان کډوال له هېواده بهر وي، افغانستان بشپړ نهدی.
ولسمشر غني دا خبرې نن په کابل کې د ښځو، ځوانانو او مدني ټولنو سره د سولې په اړه مشورتي غونډه کې وکړې.
ولسمشر غني دغهراز وویل چې ټول افغانان د کډوالۍ درد احساسوي او د هغوی د بېرته راتګ لپاره لازم چمتووالی نیول کېږي.
ښاغلی غني زیاتوي:
"دلته په ښکاره وایم چې ستاسو د لومړي خادم په توګه فکر کوم یو لاس او پښه مې نهشته او هغه د کډوالو له کبله، تر هغو چې دا هېواد څلور میلیونه کډوال بهر ولري، موږ بشپړ نهیو."
په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر پر ۳۱ پوره شوه او د پاکستان کابینې د روان میلادي کال د جنورۍ پر پنځمه پرېکړه وکړه چې دغه کډوال باید د جنورۍ تر پوره کېدو وروسته خپل هېواد ته ولاړ شي.