دفاع وزارت: په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۳۴وسله وال مخالفین وژل شوي
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ٣۴ مخالف وسله وال وژل شوي دي.
دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه تعرضي او تهاجمي عمليات په تېرو ٢۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې شوي دي.
د وزارت په حواله په دې لړ کې ٣٣ تنه نور وسله وال ټپيان شوي او يو تن يې نيول شوى دى.
ويل شوي چې دغه پوځي عمليات په ننګرهار، لغمان، غزني، لوګر، ارزګان، زابل، هرات، فراه، بادغيس، فارياب، بغلان، کندز او هلمند ولايتونو کې شوي دي.
په اعلاميه کې د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي، نه هم د دولت کومې مخالفې ډلې په دې اړه تبصره کړې ده.