په فراه کې د وسله والو طالبانو د فعالیت پراخېدو په اړه اندېښنې
د فراه امنيتي چارواکو په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو د فعاليت د زياتېدو خبر ورکړ.
د دوى په خبره وسله وال طالبان د سيمې د استخباراتو په اشاره هڅه کوي ځينې سيمې ونيسي.
خو د فراه د امنيت امر ګلبهار مجاهد وايي دوى به د وسله والو طالبانو د دغو فشارونو مخه ونيسي:
"په افغانستان کې د وسله والو طالبانو فشار دا دى چې وکړاى شي تر وسه- وسه کومه ولسوالي يا ولايت ونيسي چې دا پاکستانيانو ته يوه لاسته راوړنه وي."
تر دې مخکې په فراه ولايت کې مدني فعالانو او ځايي اوسېدونکو ويلي وو چې له يوې مياشتې راهيسې يې ناامنيو ژوند ورتريخ کړى دى.
د فراه د والي مرستيال محمد يونس رسولي وايي، د ناامنيو د زياتېدو يو علت دا دى چې په دې ولايت کې کافي امنيتي ځواک نه لري.