د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون ۲ خبریالان په یوه برید کې ټپیان شوي
![د ننګرهار د ملي راډیو تلویزیون ۲ خبریالان په یوه برید کې ټپیان شوي](https://gdb.rferl.org/376D108A-38CE-4DDB-BA14-2F8637F8040C_cx0_cy7_cw52_w800_h450.jpg)
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د دې ولایت د دولتي راډيو تلویزیون دوه خبریالان د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نامعلومو وسله والو په برید کې ټپيان شوي او موټر چلوونکى يې وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت ویاند عطا الله خوګیاڼي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل، د ټپيانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د درملنې په هدف د جلال اباد مرکزي روغتون ته وړل شوي دي.
د دې پېښې مسؤلیت لا چا په غاړه نه دی اخیستی، خو په دې ولایت کې له دې وړاندې د داعش وسله والو یو شمېر ژورنالستان په مرګ ګواښلي دي.