غور د عدالت په نوم د یوې سیمهییزې راډیو دفتر وسوځول شو
په غور ولایت کې د عدالت په نوم د یوې سیمهییزې راډیو دفتر وسوځول شو.
د عبدالسلام صمیم په نوم د دې راډیو مسؤل په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې درې حمله کوونکو پرون یکشنبه «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۱» پر دفتر حمله وکړه، هغه ته یې د پټرولو په ذریعه اور واچاوه چې سټډیو او د نشراتو نور ټول وسایل یې پهکې وسوځېدل.
د هغه په وینا څه باندې یو میلیون افغانۍ زیان ورته رسیدلی دی.
د راپور له مخې له دې یوه میاشت مخکې نامعلومو کسانو د راډیو سرحد په نوم د یوې بلې رسنۍ دفتر هم سوځولی و چې تراوسه یې خپرونې بندې دي.