د سیالیو د ترتيب او د کلپونو د جواز اخیستلو یو روزنیز پروګرام پیل شو
![د سیالیو د ترتيب او د کلپونو د جواز اخیستلو یو روزنیز پروګرام پیل شو](https://gdb.rferl.org/41AB32DB-09EC-4C29-B72A-8AF751EDFAAE_cx1_cy1_cw29_w800_h450.jpg)
په مرکزي او جنوب ختیځ زون کې د سیالیو د ترتیب او بېلابېلو ورزشي کلپونو ته د جواز اخیستلو په هدف یو روزنیز پروګرام پیل شو.
د فوټبال فدراسیون د نشراتو د برخې مسؤل شفیع شاداب نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه روزنیز پروګرام کې د فیفا د نویو قوانینو او مقرراتو په اړه او دا چې ورزشي کلپونه څنګه کولای شي، نړیوالو او اسیايي لوبو ته لار پیدا کړي، روزنه ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې نږدې ورځو کې به دغه روزنیز پروګرام په شمال او شمال ختیځ زون کې هم پیل شي.