د اسپانیا د لالیګا په سیالیو کې بارسلونا الویز ته ماته ورکړه
د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې تېره شپه بارسلونا، الویز ته ماته ورکړه.
دغه لوبه د بارسلونا په کوربه توب پیل شوه چې د بارسلونا لوبډلې دوه ځلې د سیالې لوبډلې د ګول دروازه پرانېسته، خو الویز یوازې یو ځل ګول وواهه چې په دې ډول لوبه ۲ د ۱ په وړاندې د بارسلونا په بریا پای ته ورسېده.
د لالیګا د نن شپې په بله لوبه کې ریال بتیس له سلته ویګو سره لوبه کوي.
دغه لوبه د کابل په وخت د شپې په ۱۲ نیمو بجو پیلېږي.