د کرکټ د ۱۹ کلنو افغان لوبډلې له استرالیا ماته وخوړه
د کرکټ د ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې افغان لوبډلې د څو پرله پسې بریاوو وروسته په نیمه پای لوبه کې د استرالیا د کرکټ د۱۹ کلنو ځوانانو پر وړاندې ماته وخوړه.
په نننۍ لوبه کې ټاس یا پچه افغان لوبډلې وګټله او خپله یې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه چې په ۴۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۱ منډې وکړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۲ منډو هدف وټاکه.
د افغانستان په منډه جوړونکو کې اکرام علي خېل تر ټولو زیاتې ۸۰ منډې وکړې، خو نور افغان منډه جوړونکي ښه ونه ځلېدل.
په دوهمه پاڼۍ کې استرالیا د یاد هدف په تعقیب لوبه پیل کړه اوپه ۳۸ اور کې يې د څلور لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف پوره کړ او د دغو سیالیو پای لوبې ته يې لار پیدا کړه.
که څه هم افغان لوبډله په نړیوال جام سیالۍ کې له مخکې تګ نه پاتې شوه، خو د درېیم مقام د ګټلو په هدف به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په لومړۍ له هندوستان یا هم له پاکستان سره مخ شي.
د دې سیالیو بله نیمه پای لوبه چې ټاکل شوې، نن دوشنبه د کابل په وخت د شپې ۲ بجې او ۳۰ دقیقې د هندوستان او پاکستان د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ وشي چې ګټونکې لوبډله به له استرالیا سره په پای لوبه او بایلونکې لوبډله به یې د درېیم مقام د ترلاسه کولو لپاره له افغان لوبډلې سره سیالۍ وکړي.