په ایران کې د حجاب پر ضد لاریون کې نیول شوې نجلۍ خوشې شوه
![په ایران کې د حجاب پر ضد لاریون کې نیول شوې نجلۍ خوشې شوه](https://gdb.rferl.org/405EF5E2-B9ED-484E-B958-0567519B6D9C_w800_h450.jpg)
هغه ایرانۍ نجلې چې تېره میاشت په ایران کې د جبري حجاب پر ضد د اعتراض په خاطر نیول شوې وه، خوشې شوې ده.
په ایران کې د بشري حقونو یوې مدافع وکیلې، نسرین ستوده نن دوشنبه پر خپله فېسبوک پاڼه ولیکل چې د انقلاب کوڅې نجلۍ خوشې شوه.
په یوه وېډیو کې یوه ښځه چې نومیې نهدی په ډاګه شوی، ښکاري چې لوڅ سر د تهران د انقلاب په واټ کې د کانکرېټ څخه په جوړ شوي لوړه ولاړه ده.
دا وېډیو په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو خلکو شریکه کړه.
په وېډیو کې دا نجلۍ ښکاري چې په ایران کې د جبري حجاب پر ضد د اعتراض په توګه یو سپین بیرغ ښوروي.
ستوده وايي، نوموړې د دې نجلۍ د قضیې د تعقیب لپاره د څارنوال دفتر ته ورغلې وه او هلته خبره شوه چې د جبري حجاب پر ضد د اعتراض له کبله نیول شوې نجلۍ د شنبې په ورځ له توقیفه خوشې شوې ده.