پسرلی: د ۹۵ سلنه مالیې په معافیت سره به خصوصي سکټور لا پیاوړی شي
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د مالیې وزارت له لوري د ۹۵ سلنې مالیاتي جرایمو د معافیت له تصویب نه هرکلی کوي.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن ازادي راډیو ته وویل چې د مالیې وزارت د خصوصي سکټور مسؤلینو ته تر راتلونکو نهو میاشتو پورې وخت ورکړی چې خپله ۵ سلنه مالیه دولت ته وسپاري او جوازونه تمدید کړي.
د مالیې وزارت تازه د ۱۳۹۷ لمریز کال په ملي بودجه کې د مالیاتي جرایمو د معافیت اصولنامه تصویب کړې ده.
ښاغلی پسرلی وايي چې د ۱۳۸۱ نه تر ۱۳۹۶ کال را پهدې خوا د څه باندې ۲۰ زره وړو او متوسطو شرکتونو د مالیاتو د زیاتو جرایمو له امله افغان حکومت ته مالیه نهده ورکړې.
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو له مخې د ۹۵ سلنې مالیې په معافیت سره به خصوصي سکټور لا پیاوړی شي او هم به زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه برابره شي.