په کابل کې د الوتنې یا د پاراګلایدر فدراسیون پرانیستل شو
![په کابل کې د الوتنې یا د پاراګلایدر فدراسیون پرانیستل شو](https://gdb.rferl.org/1FB3A3B8-2750-4A9E-A0A5-4D038A112A37_cx40_cy7_cw56_w800_h450.jpg)
په کابل کې د الوتنې یا د پاراګلایدر فدراسیون پرانیستل شو.
د المپیک د ملي کمېټې د نشراتو د برخې مسؤل منور شهزاد نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دې لوبې د افغانستان په ځینو سیمو کې مینهوال درلودل، نو ځکه دغه فدراسیون د المپیک د ملي کمېټې په چوکاټ کې پرانیستل شو.
پاراګلایدر یو ډول تفریحي حیرانوونکي انفرادي لوبه ده چې د غرونو په لمنو کې د ورزشي وسایلو په کارونې سره ترسره کېږي.