راپورنه: د مسکو ښار په یوه تجارتي مرکز کې نښته شوې
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې د مسکو ښار په یوه تجارتي مرکز کې نښته شوې ده.
انټرفکس او ریانووستي خبري اژانسونو راپور ورکړی چې د مسکو په جنوبي څنډه کې په «Svyatogor» تجارتي مرکز کې ډزې شوي.
په راپورونو کې راغلي دي چې په نښته کې تلفات هم پېښ شوي دي، خو شمېر یې تر اوسه نهدی معلوم.