چارواکي: په غزني کې ۲۶ وسلهوال طالبان وژل شوي
افغان چارواکي وايي چې په غزني کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي حملو کې د څو مهمو قوماندانو په ګډون ۲۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ازادي راډيو ته وویل چې د بهرنیو ځواکونو بېپیلوټه الوتکو تېره شپه د اندړو ولسوالۍ په پاتان سیمه کې د وسلهوالو طالبانو یوه غونډه په نښه کړه، ۲۶ وسلهوال طالبانیې ووژل او ۲۲ نور یې ټپيان کړل.
ښاغلي نوري وویل، طالب قوماندانانو په دې غونډه کې پلانونه جوړول څو په دې ولایت کې د نبرد آهنین په نوم د پوځي عملیاتو مخه ونیسي او یو لړ بریدونه وکړي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.