د ایران پر یوې نیمه پوځې اډې په برید کې یو کس وژل شوی او ۵ ټپیان شوي
د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې په دې هېواد کې پر یوې نیمه پوځې اډې په برید کې یو کس وژل شوی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
د ایران دولتي ټلویزیون د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دې هېواد په جنوب ختیځ کې پراته نیک شهر کې د بسیج د نیمه پوځي ملېشې پر اډې برید سهار د بیرغ پورته کولو پر مهال شوی دی.
د سیمې د والي ویاند محمد هادي ماراشي د ایرنا خبري اژانس ته ویلي، شپږ واړه قربانیان د بسیج ملېشې غړي وو.
تر اوسه د دې برید په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي او چا یې مسؤلیت هم پر غاړه نه دی اخیستی.
بسیج ملېشې د ایران د سپاه پاسداران د واکمن ځواک رضاکاره ملېشې دي.
نیک شهر په سیستان- بلوچستان ولایت کې دی.
د جنورۍ په ۲۹ مه نېټه د دې ولایت په مرکز زاهدان کې دوه چاودنې شوې وې چې درې تنه پولیس یې ټپیان کړي وو.
د دې برید مسؤلیت په سیمه کې د سني بلوڅ بېلتون غوښتونکو یوې وسله والې ډلې جیش العدل منلی و.
وروستی برید په داسې حال کې کېږي چې ایران په دې هېواد کې د ۱۹۷۹ د اسلامي انقلاب د څلوېښتمې کلیزې د نمانځلو مراسم ترسره کوي.