د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د افغانستان د سولې او امنیت پر لارو چارو خبرې کیږي، جرمني په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت د یوه بل کال په مخه اوږد کړ او په دې خبرې ټولګه کې د پاکستان په شمال کې د سکي په زړه پورې لوبې درښکاره کوو چې په دې لوبو کې اوکرایني نجونو اتلولي ګټلې ده.
افغان چارواکي وايي، وروستیو پرلهپسې ورښتونو په ځينو ولایتونو کې جدي ستونزې رامنځته کړي دي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د راتلونکو جمهوري ریاست انتخاباتو د شفافیت په هدف دوه بېلابېل فرمانونه صادر کړل.
افغان ملي لوبغاړو، د هندوستان دهرادون ښار ته له رسېدو وروسته خپل تمرینات پیل کړي دي.
د کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي هغه لوبغاړي چې تراوسه په نورو ځایونو کې په سیالیو بوخت وو، هندوستان ته رسېدلي او د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې شامل شوي دي.
افغان کرکټ بورډ همدا روانه اوونۍ د بېګباش په لیګ کې له بوختو افغان لوبغاړو غوښتي وو چې له ایرلېنډ سره د لوبو پهخاطر د ښه چمتوالي لپاره د ملي لوبډلې په تمریناتي کمپ کې برخه واخلي.
محمد نبي عیسې خېل، راشد خان ارمان او مجیب ځدراڼ هغه افغان... Читать дальше...
د نیوزلېنډ او بنګلهدېش تر منځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په لوړ توپیر نېوزلېنډ وګټله.
دا لوبه چې نن د نېوزلېنډ په کوربهتوب تر سره شوه چې پهکې لومړی توپوهنه بنګله دېشۍ لوبډلې وکړه.
بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو هدف وټاکله چې نیوزلېنډۍ لوبډلې بیا دا هدف یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵م اوور کې پوره کړ.
دواړه هېوادونه په خپلو منځو کې درې یو ورځنۍ سیالۍ لري چې تردې دمه یو د صفر پر وړاندې کوربه نیوزلېنډ مخکې دی.
د دغه لړۍ دوهمه لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه او وروستۍ یوه يې هم په شلمه نېټه تر سره کیږي.
ټاکل شوې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی راتلونکې اوونۍ سره وګوري.
د روسیې ایترتاس خبري اژانس راپور ورکړی چې ضمیرکابلوف او زلمی خلیلزاد به د فبروري په ۲۲ مه نېټه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې سره وګوري.
دا د کابلوف او خلیلزاد دوهمه لیدنه ده.
امریکایي چارواکو تراوسه دا لیدنه نه تأیید او نه رد کړې ده.
ایترتاس خبري آژانس د ضمیرکابلوف له قوله راپور ورکړی چې وایي، پهدې سفرکې به د ترکیې له دیپلوماتانو سره هم د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي. Читать дальше...
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د خبریالانو احتجاجي مظاهرې د فرورۍ پر ۱۳مه هم دوام درلود کومه چې له تېرو ۲۶ ورځې روانه ده.
د جرمني حکومت ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د یوه نړیوال کنفرانس کوربهتوب ته تیار دی.
د جرمني چارواکو ویلي چې پهدې کنفرانس کې د طالبانو استازي هم ګډون کولای شي.
د جرمنۍ ورځپاڼې تګ شپيګل دا خبر نن د هغه سند پر اساس خپاره کړ چې د جرمني د خارجه چارو وزارت د پارلمان غړو ته استولی دی.
جرمني اوسمهال په افغانستان کې تقریباً ۱۲ سوه عسکر لري، خو تر ۱۳ سوه یې زیاتولای شي.
د جرمني حکومت نن د فبرورۍ په ۱۳مه په افغانستان کې د خپلو ځواکونو ماموریت هم یو کال تمدید کړ.
د جرمني حکومت ویلي چې د... Читать дальше...
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ په کلنۍ امنیتي غونډه کې د ګډون په هدف جرمني ته روان شو.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حکومت باید .....
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، د افغانستان حکومت باید د سولې په ټولو خبرو کې شامل وي.
سټولټنبرګ نن د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې په پیل کې وویل چې دغه تړون په افغانستان کې د سولې لپاره د هرې سیاسي هڅې ملاتړ کوي.
په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د سبا غونډه به د افغانستان د سولې پر هڅو متمرکزه وي.
د یوه بل خبر له مخې د جرمني کابینې نن په برلین کې د افغانستان لپاره د خپل ماموریت موده د یوه بل کال لپاره تمدید کړه.
دغه ځواکونه به په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې... Читать дальше...
د کابل په بالاحصار سیمه کې د نامعلوم لوري دوه راکټونه ویشتل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په یوه پیغام کې خبریالانو ته وویل:
"دغه دوه راکټونه د کابل بالاحصار ته څېرمه په ډنډ مرغابي کې لګیدلي دي چې تلفات او زیان نهلري."
د ښاغلي رحیمي په خبره امنیتي ځواکونو پهدې اړه پلټنې پیل کړي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسولیت چا نهدی منلی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ ....
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د راډيو نړيوالې ورځې په مناسبت د پښتنو په وطن کې د راډيو پر ارزښت او د دې منبع له لارې پر راغليو بدلونونو خبرې شوې دي.
د جهادي رهبر او پخواني ولسمشر حضرت صبغتالله مجددي جنازه نن د کابل په عاشقان او عارفان سیمه کې د نوموړي په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
افغان ولسمشر اشرف غني نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښاغلي مجددي د جنازې په مراسمو کې د نوموړي د خدمتونو ستاینه وکړه:
"د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني جمهور رئیس په توګه ده واک له کوم تعلل پرته خپل ځای ناستي شهید استاد رباني ته انتقال کړ. د ده نقش په شوراګانو کې هم رغنده و."
د نجات ملي جبهې د ګوند مشر او د افغانستان پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددي د سې شنبې په شپه په کابل کې د۹۳ کلنۍ په عمر وفات شو. Читать дальше...
په کابل کې له ۱۸ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو د فوټبال لیګ پیلېږي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د دې مطلب له بیان سره وايي، د فوټبال لیګ پهدغو سیالیو کې به له کابل ولایت څخه اته مخکښه لوبډلې ولوبېږي.
د یاد فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب ازادي راډيو ته وویل، سیالۍ د راتلونکي شنبې په ورځ پیلېږي.
ټاکل شوې دا سیالۍ د فوټبال فدراسیون په سټډیوم کې پیل شي.
د فوټبال فدراسیون دا سیالۍ داسې وخت اعلانوي چې همدا تېره اوونۍ دغه فدراسیون د کابل په کچه د مېرمنو لوبډلو تر منځ سیالۍ هم تر سره کړې.
یوناما یا د افغانستان لهپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره په افغانستان کې د ممکنه سولې وروسته د بشري وضعیت ښه کېدو ته خوشبیني څرګندوي.
که څه هم د پخواني شوروي اتحاد وروستي رهبر منلې وه چې د افغانستان اشغال تېروتنه وه، داسې څرګنديږي چې ۳۰ کاله وروسته...
ټاکل شوې د عدالت نړیواله محکمه د ایران د هغې هڅې په اړه چې دغه هېواد د کنګل شوي شتمنۍ څخه د دوه میلیارده ډالرو ترلاسه کولو په اړهیې کوي، یو حکم ورکړي.
د ایران دغه شتمنۍ د امریکا له لوري کنګل شوي دي.
په هاګ کې د دغې محکمې حکم به له دې محکمې سره د واشنګټن اړیکې ترینګلي کړي.
د عدالت نړیوالې محکمې په اکتوبر میاشتې کې حکم کړی و چې امریکا دې په ایران کې پر بشري موادو لګیدلي بندیزونه لغوه کړي.
د امریکا سترې محکمې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې حکم وکړ چې ایران دې دغه پیسې د هغو تروریستي بریدونو د قربانیانو... Читать дальше...
افغان چارواکي په کندهار او زابل ولایتونو کې وسلهوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکوي.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په نېښ او د زابل په ارغنداب او میزانې ولسوالیو کې عملیات کړي دي.
د اعلامیې له مخې پهدغو عملیاتو کې ۹ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
پهدې اعلامیې کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې یادونه نهده شوې.
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون یو شمېر لېرې شوي کمېشنران وايي، د حکومت وروستۍ اقدام سیاسي لوبه وه...
د افغانستان د ملي امنیت شورا په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په هدف په امنیتي ارګانونو کې د اصلاحاتو راوستل پیل کړي چې لړۍ یې لاروانه ده.
په مومندو کې د کمیونټي سکولونو استادانې وايي، له تېرو نهو میاشتو راهیسې تنخاګانې ورته نه دې
ورکړل شوې او نه یې هم نوکرۍ پخې شوې دي. په دې اړه د شاهنواز ترکزي ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ننني کنفرانس عمده تمرکز به په ايران وي. ايران دغه غونډه له دښمنۍ ډک عمل بللى او ...
د هلمند ولایت د کرنې ریاست وایي چې دغه ولایت کې په ورځني ډول ۱۳۴۰۰ لیتره شیدې تولیدېږي.
د دغه ولایت د کرنې مشر زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل چې په ټول هلمند ولایت کې د غواګانو ۱۷۵ فارمونه موجود دي چې په کال کې ترې په زرګونه زره لیتره شیدې تر لاسه کېږي.
د ښاغلي الکو په خبره، د دغه ولایت د کرنې ریاست له لوري شااوخوا ۲۰ غواګانې بېسرپرسته کورنیو ته وېشل شوي چې له همدې درکه خپل کورنی اقتصاد پر مخ وړي.
د هلمند ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې پهدغه ولایت کې په زرګونه کسان په مستقیم او غیر... Читать дальше...
Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно –
здесь и прочитать их тут же и –
сейчас в
России, в
Украине и в
мире по
темам в режиме 24/7
ежесекундно. А теперь ещё -
регионы,
Крым,
Москва и
Россия.
Moscow.media
103news.com —
международная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости
Спорт в России и мире
Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России