د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ لوبډلې دریېمه لوبه هم وګټله
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان کرکټ ملي لوبډلې د ...
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان کرکټ ملي لوبډلې د ...
اعظم جنګروي د ايران د ښځينه فعالونو د هغې مظاهرې ګډونواله وه چې ددې هېواد د جبري حجاب قانون ضد شوی وو. هغه ددې قانون له کبله اوس ايران پرې اېښی دی. جنګروي د خپلې لور د ښه سباوون لپاره لارو کوڅو ته راوتلې وه خو اوس له لور سره په يوه بل هېواد کې د پناه اخيستو په انتظار ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په درېیمه شل اوریزه لوبه کې ایرلنډ لوبډلې ته ۲۱۱ منډې هدف وټاکه. د ایرلنډ ملي لوبډلې د دغې لوبې پچه وګټله او افغان لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه چې افغان لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته ۲۱۱ منډې هدف وټاکه. په افغان لوبغاړو کې محمد نبي عیسی خېل تر ټولو ښه لوبه وکړه او په کمو توپونو یې ۸۱ منډې جوړې کړې. اوس مهال ایرلنډ لوبډله لوبه کوي.
په کندهار او روزګان ولایتونو کې په پوځي عملياتو کې شلو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند وايي، دا پوځي عمليات د کندهار په میوند ولسوالۍ او د ارزګان ولایت په مرکز ترينکوټ کې شوي دي. خواجه يحیی علوي وایي، په دغو ځمکنیو او توپچي عملياتو کې په میوند ولسوالۍ کې ۷ وسله وال وژل شوي او يو بل ژوبل دی، خو د ارزګان د مرکز ترينکوټ په کوټوال سيمه کې بيا د افغان هوايي ځواکونو په حملو کې ۱۲ وسله وال وژل شوي. علوي وايي چې په دې حملو کې د وسله والو دوه قرارګاوې هم ویجاړې شوې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکي وايي، په جګړو کې د ملکي کسانو د تلفاتو لامل وسله وال...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته لارښونه کړې چې ټولې هغه وسلې چې د ګرځولو جواز یې ختم شوی ...
د افغانستان لپاره د ناورې کمېټې د قابله ګۍ او نرسنګ له ښوونځي څخه ۵۳ نرسانې او قابله ګانې فارغې شوې.
په سوریه کې د یوه ماین چاودنې شل کسان وژلي دي. د سوریې د سنا خبري اژانس د راپور له مخې، پېښه مرکزي ښار سَلَمِیې ته نږدې شوې او قربانیان یې هغه کارګران دي چې په دښته کې د مرخېړیو په ټولولو پسې روان وو. ویل کېږي چې دا ماین له هغه وخته پاتې و چې اسلامي دولت ډلې یا داعش پر سیمې ولکه درلوده او نن سهار پر هغه لارۍ وچاودېد چې کارګران یې انتقالول. په یو شمېر راپورونو کې په چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر اتلس تنه ښودل شوی. وروسته له دې چې د داعش وسله وال له سوریې او عراق څخه وایستل شول، دې ډلې تر... Читать дальше...
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسېدو او په دې هېواد کې د سولې د ټینګېدو...
دا اوونۍ په مشال مرکه کې له ویلیري خان یوسفزۍ سره غږېدلي یو. نوموړې په اسلام اباد کې اوسېږي او د ماشومانو د حقونو لپاره کار کوي.
د مهترلام د ښاروالۍ له لوري د والیبال د ۱۶ لوبډلو ترمنځ جوړې شوې سیالۍ د افغانستان د والیبال د ملي لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې. دا سیالۍ چې د ختیځ په درېیو ولایتونو لغمان، ننګرهار او کونړ سربېره پکې له کابله هم د والیبال لوبډلو ګډون کړی و، له تېرو لسو ورځو راهیسې د مهترلام ښار د سلطان غازي بابا ښارګوټي د ځوانانو پارک د والیبال په لوبغالي کې ترسره شوې. په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وايي، د دغو سیالیو نندارې ته هره ورځ زرګونه کسان ورتلل. په لغمان ولایت کې د ژوند خیریه ټولنې استازي محبت ناصري... Читать дальше...
ټاکل شوې چې نن افغان کرکټ ملي لوبډله د ايرلينډ کرکټ له لوبډلې سره درېیمه شل اوریزه سیالي وکړي. افغانستان لا له وړاندې له ایرلینډه دوه د صفر په وړاندې د شل اوریزو سیالیو لړۍ ګټلې ده. د تېرې شپې په لوبه کې افغانستان ایرلینډ ته تر ټولو ستر ۲۷۹ منډې هدف وټاکه چې حضرت ځاځي پکې په یوازې ځان ۱۶۲ منډې وکړې او په دې سره افغانستان د شل اوریزو سیالیو څلور نړیوال ریکارډونه خپل کړل. دغه سیالۍ افغانستان د ۸۴ منډو په توپیر وګټله.
د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو د ۱ اعشاریه ۹ میلیونو کتابونو د چاپ تړون د سرور سادات په...
د مالي بدعنوانیو د مخنیوي نړیوالې ادارې (فاینانشل ایکشن ټاسک فورس) پاکستان ته د روان کال تر می میاشتې دې د ترهګرو د مالي مرستو مخه ونیسي.
په جوزجان ولایت کې هغه ماشومان چې د کورنۍ غړي یې په کورنیو جګړو کې وژل شوي او عمر یې ۱۶ ته رسېږي پهدغه روزنتون کې ژوند کوي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان اوس مهال د اسیا په څلورلاري بدل شوی او د صادارتو او وارداتو...
د وینزوئلا امنیتي ځواکونو پرون د هغو اعتراض کوونکو د تیت- پرک کولو لپاره له اوښکې بهوونکی ګاز څخه کار واخېست چې د برازیل او کولمبیا سرحدونو ته نېژدې د بشري مرستو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله. پر اعتراض کوونکو د امنیتي قواوو د ځپونکو اقداماتو په نتیجه کې دوه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول. د راپورونو له مخې پولیسو پرون د فبروري په ۲۳مه له اعتراض کوونکو سره په څو سیمو کې نښتې وکړې. دا پهداسې حال کې ده چې د اپوزیسیون مشر خوان ګواېدو پر پوځیانو غږ کړی چې د ولسمشر نیکولاس مادورو د واکمنۍ د پرځولو لپاره له ده سره یوځای شي. Читать дальше...
ایران هرمز تنګي ته نژدې د کلنیو پوځي تمرینونو پر مهال د لومړي ځل لپاره له یوه اوبتل څخه کروز ډوله میزائیل وتوغاوه. د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا راپور ورکړ چې دا کروز توغندی نن له غدیر ډوله اوبتل څخه په بریالیتوب سره وتوغول شو. د ایرنا په راپور کې هغه واټن نهدی ښودل شوی چې دا توغندی یې په نښه کولای شي. آژانس زیاتوي چې طارق او د ایران ساخت فاتح ډوله اوبتلونه هم د کروز میزائیلونو د توغولو وړتیا لري. نننۍ ازموینه په داسې حال کې کېږي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې خورا زیات ترینګلي شوي.... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزیر له افغانستان سره په امنیتي او دفاعي برخو کې د هند د همکاریو د زیاتولو غوښتنه کړې. د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد نن ازادي راډیو ته وویل چې اسدالله خالد پرون له سوشما سواراج سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو د ګډې همکارۍ په اړه خبرې وکړې او همدا راز ښاغلي خالد له افغان ځواکونو سره په بېلابېلو برخو کې د هند د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه. ښاغلی جاوېد وايي چې د هند د بهرنیو چارو وزیرې د افغانستان له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د هند د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل... Читать дальше...
هندي چارواکي وايي، په شمال ختیځ صوبه اسام کې په غیر قانوني توګه د جوړو شوو شرابو د څښلو له وجې لږ تر لږه ۱۳۳ کسان مړه او شاوخوا ۲۲۵ نورپه روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د انتخاباتو په قانون کې تعدیل د ولسمشرۍ په انتخاباتو بې ...
د کراچۍ سرجاني ټاون پولیس وايي، له حب ډیم سره نږدې یې دوه جسدونه موندلي چې یو یې د یو ځوان نارینه او بل د یوې ځوانې جینۍ دی او دوی ګومان کوي چې دواړه به د غیرت په نوم وژل شوي وي.
د کندز په شېرخان بندر کې یو شمېر سوداګر او د باروړونکو موټرو چلوونکي وايي چې د بندر ښاروالۍ له...
شمالي کوریا تأیید کړه چې د دې هېواد ولسمشر کیم جونګ اون د امریکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د بلې کتنې...
ملګري ملتونه وايي، په تېر ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان په جګړو کې تر بل هر وخت زیات ملکي وګړي وژل شوي دي. په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت یوناما او د ملګرملتونو د بشري حقونو دفتر په ګډ کلنې راپور کې چې نن خپور شو ویلي چې تېر کال لږ تر لږه ۳۸۰۴ ملکیان وژل شوي چې د ۲۰۱۷ کال په پرتله په سلو کې ۱۱ زیاتوالی ښیې. د تېرکال په جګړو کې همدا راز ۷۱۸۹ تنه ټپیان شوي او د ماشومانو تلفات هم تقریباً دوه چنده زیات شوي دي. په راپور کې د طالبانو او داعش په ګډون وسله وال مخالفین په سلو کې د ۶۳ ملکي تلفاتو مسوول بلل شوي دي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости