مؤحد: د نشهيي موادو ۱۵ قضیې څېړل شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د نشه يي موادو ۱۵ قضیې څېړلي او تورن کسان یې په جزاء محکوم کړي دي.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد ازادي راډیو ته وویل، د دې مرکز ابتدائیه او استېناف محکمو په علني غونډو کې د نشهيي موادو ۲۱ قاچاق کوونکي په مجازاتو محکوم کړل:
"هغه کسان چې په جزاء محکوم شوي دي، له دوی سره په مجموع کې ۵۰ کیلو ګرامه هیروئین، څه د پاسه ۱۷۰ کیلو ګرامه تریاک، ۳۹۸ کیلو ګرامه چرس او څه د پاسه ۱۱ کیلو ګرامه شیشه نیول شوې ده."
د یادونې وړ ده چې تېره اوونۍ هم د دې مرکز ابتدائیه او استیناف محکمو ۲۹ قاچاق کوونکي له یوه کال او شپږو میاشتو څخه نيولې بيا تر ۱۷ کالو پورې په بند باندې محکوم کړي وو.