د ايران سپاه پاسداران انقلاب ځواک لوېديځو هېوادونو ته خبردارى ورکړ
د ايران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک يوه عالي چارواکي لوېديځو هېوادونو ته خبردارى ورکړ.
دغه پوځي چارواکي وويل، که لوېديځ هېوادونه هڅه وکړي چې د ايران ميزائيل محدود کړي، تهران به مجبور شي چې د خپلو ميزائيلو د پروګرام د پياوړتيا لپاره ستراتيژيک خوځښت رامنځته کړي.
د سپاه پاسداران انقلاب ځواک مرستيال قوماندان بريد جنرال حسين سلامي دولتي ټلويزيون پرېس ته نن وويل:
"که اروپايان يا نور وغواړي چې د يوې توطيې له مخې د ايران اسلامي جمهوريت د ميزائيلو بېوسلې کول تعقيب کړي، موږ مجبورېږو چې يو ستراتيژيک خوځښت ته مخه کړو."
حسين سلامي زياته کړه، چې ايران د خپلو ميزاييلو ټکنالوژي د ”دفاعي ستراتيژۍ“ په توګه پرمخ بيايي.
تر دې مخکې ايران د کروز د نويو ميزاييلو د ”بريالۍ ازموينې“ خبر اعلان کړ، چې څه باندې ١٣٥٠ کيلومتره واټن وهلى شي.