چارواکي: په سمنګان کې د ولسي ځواک لس سرتېري وژل شوي
چارواکي وايي، د سمنګان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په ګوله کلي کې د وسله والو طالبانو په یوه حمله کې د ولسي ځواک لس سرتېري وژل شوي او د دوو ښځو په شمول اته تنه نور ټپیان شوي دي.
د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي ازادي راډیو ته وویل، دا پېښه تېره شپه هغه مهال رامنځته شوه چې وسله والو طالبانو پر دې کلي برید وکړ، خو د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شول.
نوموړي زیاته کړه چې په جګړه کې اووه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.