په مسکو کې اورلګېدنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي
د روسیې د مسکو ښار په یوه ودانۍ کې اورلګېدنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي دي.
چارواکي وايي، لږ تر لږه ۴۲ کسان له اورلګېدنې ژغورل شوي دي.
د روسیې د بېړنیو پېښو د ادارې چارواکي وايي، اور د نیکیتیسکي بولیوارډ په نوم سیمه کې په یوې ودانۍ کې لګېدلی و او تقریباً په دوه زره متره مربع سیمه کې خپور شوی.
د چارواکو په وینا، اور وژونکي اوس د اور په وژلو توانېدلي دي.
له مسکوه په خبرونو کې ویل شوي چې اور په یوې زړې ودانۍ کې چې ویل کېږي په ۱۹۹۲ میلادي کال کې جوړه شوې، لګېدلی.
په دې ودانۍ کې شااوخوا سل د استوګنې اپارتمانونه دي.
تر اوسه پورې د دې اورلګېدنې علت نه دی روښانه شوی.
روسي خبري اژانس تاس ویلي، په دې ودانۍ کې یو معمولي اپارتمان شااوخوا یو نیم میليون امریکايي ډالره قیمت لري او یو شمېر روسي هنرمندان په کې ژوند کوي.