اسلام اباد کې د پي ټي اېم ګڼ پلویان ونیول شول
![اسلام اباد کې د پي ټي اېم ګڼ پلویان ونیول شول](https://gdb.rferl.org/2b10b52c-4eae-460a-9bb5-2fc0ab158944_tv_w800_h450.jpg)
د فېبرورۍ پر دوهمه نېټه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه لورالايي کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د یو مخکښ مشر ارمان لوڼي تر وژلو وروسته احتجاجي مظاهرې دوام لري او لاریونوال له ریاسته په دغه اړه د پلټنو غوښتنه کوي او په پېښه کې ککړو کسانو ته سزا غواړي. په دې لړ کې په اسلام اباد کې هم نن د فېبرورۍ پر پينځمه نېټه احتجاج کېدلو خو د دغه ښار پولیسو ډېری مظاهره چیان تر لاریون وړاندې ونیول. له اسلام اباده د مشال راډيو ویديو