ولسمشر غني د ګرجستان له ولسمشرې سره وکتل
ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د ګرجستان له ولسمشرې سالومه زورا بيشويلي سره وکتل.
جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي چې په دې کتنه کې پر دوه اړخيزو اړيکو، د سولې پروسې، انتخاباتو، د تروريزم په وړاندې پر مبارزي، سيمه ييز اتصال او د ناټو د ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې د ګرجستان پر نقش خبرې وشوې.
د اعلاميې په حواله، مېرمن زورا بيشويلي په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.