سږ کال په هېواد کې پر ۴۰ زره او ۵ سوه جریبه ځمکه باغونه جوړ شوي
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د باغدارۍ د سکټور د پیاوړتیا په هدف په روان کال کې په ټول هېواد کې په څلوېښت زره او پنځه سوه جریبه ځمکه کې باغونه جوړ شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کې د پستې، بادامو او چارمغزو باغونه شامل دي.
ښاغلی رستمي وايي، د دې تر څنګ دغه وزارت په بلخ، لغمان، کندز او ننګرهار کې د ژر رسېدونکو مېوو باغونه هم جوړ کړي چې ښه حاصلات لري.
د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند وايي، د ژر رسېدونکو مېوو له ډلې باغ لرونکو د شفتالو له درکه سږ ۱۲۵ ميلیونه افغانۍ عاید تر لاسه کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، دوی په پام کې لري چې په ۱۳۹۸ لمریز کال کې په ټول هېواد کې په ۴۵ زره جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو ونو باغونه جوړ کړي.