په بروکسل کې د روسي او چینایي جاسوسانو په اړه خبرداری!
د اروپايي ټولنې د بهرنیو خدماتو ادارې خبرداری ورکړی چې د روسيې او چین د استخباراتو سلګونه جاسوسان په بروکسل کې فعالیت کوي.
د جرمني ویلت ام زونتګ ورځپاڼې د اروپايي ډیپلوماتانو په حواله ویلي دي چې د دوی د اټکل له مخې له ۲ سوو تر دوه نیم سوو پورې روسي او چینايي جاسوسان په بروکسل کې فعالیت کوي.
په راپور کې ویل شوي دي چې اروپايي ډیپلوماتانو او فعالانو ته سپارښتنه شوې ده چې په بروکسل کې دې د ستیک په نوم له مشهور رسټورانټ، قهوه خانو او د اروپا د کمېسيون د مرکزي دفتر له ودانۍ ځانونه لېرې وساتي.
د راپور له مخې، روسي او چینايي جاسوسان زیاتره په بروکسل کې د خپلو هېوادونو له سفارتونو او سوداګریزو موسساتو فعالیت کوي.