پامپیو وايي، امریکا به د سلواکيا د امنیت او اقتصاد ملاتړ کوي
د امريکا د بهرنیو چارو وزير مایک پامپیو وايي، امریکا به د سلواکيا د امنیت او اقتصاد ملاتړ کوي.
دا خبره ده مرکزي اروپا ته د خپل سفر پر مهال کړې. د ده د سفر هدف په سيمه کې د روسیې او چين د نفوذ کمول ښودل شوي دي.
ده وویل:
"زه غواړم د سلواکيا خلک پوه شي چې امریکا دخيله ده او موږ بېرته راغلو."
پامپیو دا خبرې په ګاونډي اتريش کې د ازادۍ د وره د یاد څلي په مراسمو کې د ګډون پر مهال وکړې.
دا څلۍ د هغو ۴۰۰ کسانو په یاد جوړ شوی چې په ۱۹۴۵میلادي او ۱۹۸۹میلادي کال کې د هغه مهال چکوسلواکیا پر پولو په داسې حال کې وژل شوي وو چې غوښتل يې تر اوسپنېزې پردې واوړي.
اوسپنيزه پرده د هغه پولې نوم و چې اروپا يې پر دوو برخو وېشلې وه.
دا نوم د شوروي اتحاد د هغو هڅو سمبول دی چې غوښتل يې د شوروي اتحاد او نورو متحدانو مخه ونيسي چې له لويديځ سره تماس ونهلري.