له بنګلهدیشه د کرکټ یو ورځنۍ لوبه په لوړ توپیر نېوزلېنډ وګټله
![له بنګلهدیشه د کرکټ یو ورځنۍ لوبه په لوړ توپیر نېوزلېنډ وګټله](https://gdb.rferl.org/288BE37E-CCCE-48D2-8E1A-F9ED69ECECE0_cx0_cy14_cw42_w800_h450.jpg)
د نیوزلېنډ او بنګلهدېش تر منځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه په لوړ توپیر نېوزلېنډ وګټله.
دا لوبه چې نن د نېوزلېنډ په کوربهتوب تر سره شوه چې پهکې لومړی توپوهنه بنګله دېشۍ لوبډلې وکړه.
بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو هدف وټاکله چې نیوزلېنډۍ لوبډلې بیا دا هدف یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵م اوور کې پوره کړ.
دواړه هېوادونه په خپلو منځو کې درې یو ورځنۍ سیالۍ لري چې تردې دمه یو د صفر پر وړاندې کوربه نیوزلېنډ مخکې دی.
د دغه لړۍ دوهمه لوبه د روانې فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه او وروستۍ یوه يې هم په شلمه نېټه تر سره کیږي.